ولسي جرګه: ولسمشر ته سپکاوی، ټول ملت ته سپکاوی دی

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه اعلامیه وروسته له هغه خپره شوه چې افغان ولسمشر لندن ته د وروستي سفر پرمهال د یو شمېر افغانانو له نیوکو سره مخامخ شو.

د افغانستان ولسي جرګې غړو د ناستې پرمهال په لندن کې پر ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پرمهال د ځینو افغانانو نیوکه وغندله او دا یې ولسمشر او ټولو افغانانو ته 'لوی سپکاوی' وګاڼه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي، د جرګې غړو ته وویل، د دغه سپکاوي د غندلو په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړي:

''په لندن کې د افغانستان ولسمشر ته شوی سپکاوی د افغانستان لوی ملت ته سپکاوی دی. د پارلمان هر یوه غړي په امتیازي ساعت کې د دې خبرې یادونه وکړه. زه هیله کوم د پارلمان یوڅو غړي دې ولسمشر ته د سپکاوي په اړه یوه اعلامیه چمتو کړي. ''

له ترکمنستانه د برېښنا لېږد په تړاو د نیوکو په زیاتېدو سره افغان ولسمشر د یوه کمیسیون د جوړېدو امر کړی، چې د برېښنا لېږد دواړه ممکنه لارې بیا وارزوي، خو داسې ښکاري چې له دغه حکم سره سره نیوکه کوونکي لا هم نه دي قانع شوي.

پر همدې مهال، له ترکمنستانه د برېښنا د مزي د لېږد غوره کېدو په اعتراض کې نن د افغانستان په ولسي جرګه کې شاوخوا ۳۰ استازي د عتراض په ډول د ولسي جرګې له غونډې ووتل.

په ولسي جرګې کې د افغانستان د مرکزي ولایتونو ځینې هزاره توکمه استازي د شنبې په ورځ په لومړیو شېبو کې د غونډې له تالاره ووتل.

له دغو استازو سره د افغانستان د نورو قومونو یوشمېر استازو هم له بامیانو سالنګ ته د ترکمنستانه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي پر غوراوي نیوکه وکړه او د ولسي جرګې غونډه یې پرېښوده.

د بامیان ولایت استازي محمد اکبر له غونډې د اعتراض په توګه د استازو وتل په علني ډول اعلان کړل. ښاغلي اکبري بي بي سي ته وویل، حکومت توپیري چلند کوي او د مرکزي سیمو خلک له مهربانۍ ليرې ساتل شوي دي:

''حکومت، ولسمشر، افغانانو او د نړۍ خلکو ته د خپل پیغام د رسولو لپاره له موږ وکیلانو نه هم غوښتنه شوې وه چې د ولسي جرګې غونډه پرېږدو نو په همدې اساس موږ هلته خبرې وکړې او له خلکونه د ملاتړ لپاره د موږ د مرکزي سیمو وکیلانو، د شیعه او هزاره وکیلانو د اعتراض په توګه د ولسي جرګې غونډه پرېښوده او اوس دلته راغونډ شوي یو''.

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان په ولسي جرګه کې شاوخوا ۳۰ استازي د عتراض په ډول د ولسي جرګې له غونډې ووتل.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د یوې اعلامیې په خپرولو سره مدني خوځښتونه د خلکو حق بولي، خو له خلکو یې غوښتي، چې له تاوتریخوالي او دولتي چارواکو ته له سپکاوي ډډه وکړي.

دغه اعلامیه وروسته له هغه خپره شوه چې افغان ولسمشر لندن ته د وروستي سفر پرمهال د یو شمېر افغانانو له نیوکو سره مخامخ شو.