د کابل او اسلام اباد تر منځ "بې باوري" لویه ستونزه ده؟

د انځور حقوق EPA

په افغانستان کې د تلپاتې سولې په لټون کې روانه میاشت بیا هم په اسلام اباد کې څلور هېوادیزه غونډه کېږي، چې په کې افغانستان، پاکستان، امريکا او چین شامل دي.

دا څلوراړخیزه غونډه په داسې وخت کې کېږي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکي بیا ساړه شوي دي. ډېر کارپوهان د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ بې باوري د اړیکو د واټن لامل بولي.

کارپوهان په دې باور دي، چې تر کومه پورې د کابل او اسلام اباد تر منځ بې باوري ختمه شوې نه وي اړیکي يې سمېدلی نشي.

په پېښور کې د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی سیکرتر او په کابل کې د اسلام اباد پخوانی استازی روستم شاه مومند له بي بي سي سره په خبرو کې د دې بې باورۍ لامل د افغان ولس او دولت هغه تورونه یاد کړل، چې د طالبانو په ملاتړ يې له ډېر پخوا تورونوي.

خو ښاغلی مومند زیاتوي، دی په دې باوري دی چې په کابل کې سوله تر ټولو زیاته د اسلام اباد په ګټه او هلته ناامني د اسلام اباد په تاوان ده.

د نوموړي په څېر يوشمېر پاکستاني واکمن هم تل ورته خبرې کوي خو د چارو د کارپوهانو په خبره يوازې په خبرو څه نه کېږي.

د انځور حقوق .

افتاب احمد خان شيرپاو پاکستانی سیاستوال او د دغه هېواد د کورونیو چارو پخوانی وزیر دی. شيرپاو وايي، د کابل او اسلام اباد تر منځ دا بې باوري هله ختمېدلی شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوځي، سیاسي او ولسي کچه اړيکي ټينګ شي.

کابل د تېرې مياشتې تر خونړي برید وروسته پر اسلام اباد غږ کړی و چې له ژمنې سره سم دې د هغو طالبانو پر ضد عمليات وکړي، چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي. خو اسلام اباد وايي طالبانو په ډاګه د سولې له خبرو څخه لاهم پوره انکار نه دی کړی.

د کارپوهانو په خبره په افغانستان کې د هرې مرمۍ تر ډز وروسته ګوته اسلام اباد ته نیول کېږي او تر کومه پورې چې اسلام اباد د دې سم سپيناوی ورکړی نه وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري کمېدلی نشي.

ورته مطالب