پروان کې د برېښنا مزو په تړاو د حکومت له دریځه د ملاتړ غونډه

د انځور حقوق .

د پروان، کاپيسا ولایتونو او د کابل د کوهدامن سیمو مشرانو د یوې ناستې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي دې د سالنګ له لارې وغځول شي.

دوی وایي، برېښنا ته لاسرسی د بامیان د خلکو حق دی، خو دوی له سالنګ نه ددې مزو د تېرېدو ملاتړ کوي.

بلخوا د کابل په ختیځ کې د تره خېل قوم د یوې ناستې په جوړولو د "روښنایۍ خوځښت" لخوا په کابل کې د ترسره کړي لاریون مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي.

له ترکمنستان څخه افغانستان ته د واردېدونکي برېښنا د مزو غځېدو مسیر په دې وروستیو کې ډېرې ناندرۍ راټوکولي دي. یوه ډله وایي چې دا مزي باید د بامیان له ولایت نه تېر شي، خو نور بیا د حکومت پرېکړه تاییدوي چې د سالنګ له لارې وغځول شي.

په کابل کې د "روښنایي خوځښت" لاریون سره هم مهاله، په تازه اعتراضونو کې یو شمېر جهادي څېرو، د پارلمان غړو، د کاپیسا او پروان د ولایتي شورا غړو او د کابل کوهدامن سیمې (شکردرې، گلدرې، کلکان، قره باغ، استالف او ده سبز ولسوالیو او سرای خواجه سیمې) قومي مشرانو په پروان کې د یوې ناستې په ترڅ له سالنګ نه ددې مزو د تېرېدو غوښتنه وکړه.

د پروان د ولایتي شورا رییس غلام بهاوالدین جیلاني وویل، موږ د مزو په تړاو د حکومت د دریځ ملاتړ کوو.

"کوم دریځ چې حکومت اختیار کړی دی، موږ هم اړ چې پر همدې موقف ثابت قدمه پاتې شوو او د سالنګ له لارې د برېښنا د لېږد په تړاو د افغانستان حکومت له پروګرام نه ملاتړ وکړو."

Image caption د "روښنایۍ خوځښت" زرګونو غړو چې له بامیانه د برېښنا د مزو لېږدېدل یې اصلي غوښتنه ده، نن په کابل کې لاریون وکړ.

بلخوا د کابل په ختیځ کې د تره خېل قوم د یوې ناستې په جوړولو د "روښنایۍ خوځښت" له غوښتنو سره د خپل مخالفت غږ پورته کړ. د افغانستان د پارلمان غړي مولوي تره خېل بي بي سي ته وویل، معترضان باید ددې د خپلو ستونزو حل کولو لپاره له دولت سره خبرو ته کېني.

هغه زیاته کړه، "خلک وایي چې دوی ولې خپلې ستونزې له دولت سره د خبرو له لارې نه حل کوي، لاریون ته اړتیا څه ده؟ بله خبره دا ده چې دا پروژه د پخواني حکومت پرمهال طرحه شوې ده، نو له اوسني حکومت سره څه اړیکه لري؟ ولې دا خلک بې نظمي جوړوي؟"

ښاغلي تره خېل وویل، د دولت په غوښتنه یې له خپلو خلکو وغوښتل چې په دې تړاو له حوصلې کار واخلي.

د "روښنایۍ خوځښت" زرګونو غړو چې له بامیانه د برېښنا د مزو لېږدېدل یې اصلي غوښتنه ده، نن په کابل کې لاریون وکړ.

لاریون داسې مهال کېږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د یوه فرمان په صادرلو سره د ترکمنستان برېښنا د لېږد تدارکاتي او عملیاتي چارې ددې پروژې د ارزولو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون د کار پایلو څرګندېدو ځنډولي دي.

ښاغلی غني وایي، د بامیانو پرځای د سالنګ له لارې د برېښنا مزو غځولو پرېکړه د پخواني حکومت پرمهال شوې ده.

د معترضانو یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دوی د پروژې د کار ځنډېدل کافي نه بولي، بلکې د دولت د پرېکړې لغوه کېدل غواړي.

ورته مطالب