د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ "تړون نژدې شوى"

د انځور حقوق CEO Office
Image caption ښاغلی محمد خان وایي، په دې مسوده کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط نه دی راغلی او دا د سولې لپاره د حزب اسلامي په غوښتنو کې تنزیل دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا تاییدوي چې نن د افغانستان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه ليک مسودې ته وروستۍ بڼه ورکړ شوې او ددې ګوند پلاوي ته سپارلی ترڅو خپل مشر ګلبدین حکمتیار ته یې واستوي.

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس لومړي مرستیال محمد خان نن چهارشنبې (ثور/ غویي ۲۹مه) په کابل کې وویل، د حزب اسلامي له استازو سره له څو میاشتو راهیسې خبرې دوام لري او تراوسه ددې ګوند تر ۲۰ ډېرو پلاوو کابل ته تګ راتګ کړی.

دى وایي، د دولت او دې ګوند ترمنځ د سولې توافقنامې مسوده نهایي شوې، خو وروستی لاسلیک به یې د ښاغلي حکمتیار تر توافق وروسته وشي.

د هغه په وینا، دا توافقنامه، یوه مقدمه، درې فصلونه، اساسي اصول، د دواړو لوریو مکلفیتونه او متفرقه احکام لری چې ټولې ۲۵ مادې لري.

د افغانستان اجراییه رییس مرستیال وایي، حزب اسلامی ته هېڅ داسې کوم څه د امتیاز په توګه لکه، د وزارتونو، ولایتونو یا سفارتونو ورکړه په دې مسوده کې شامل نه ده.

د انځور حقوق

خو د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالتونو له تور لیست نه ددې ګوند د مشر او غړو وتل، پر دې ګوند د تعذیراتو لرې کېدل، قضایي خوندیتوب (له عبدي حقونو په استثنا)، د قانون په چوکاټ کې د حزب اسلامي د بندیانو بخښل، ددې ګوند د کډوالو ځای پرځای کېدل، په دولت کې په شرایطو د برابرو کسانو جذبول او په ملي مسایلو کې له ښاغلي حکمتیار سره مشوره په دې مسوده کې د افغانستان دولت له ژمنو دي چې حزب اسلامي سره یې کړې دي.

ده د قضایي خوندیتوب په اړه وایي: "که د کمونستانو، مجاهدینو، طالبانو او ورپسې د ښاغلي کرزي دوه دورې ولسمشرۍ راوروسته پخوانیو قضیو پسې وګرځو، نو دولت ته هېڅ وخت نه پاتې کېږی چې نور کارونه ترسره کړي."

د هغه په وینا، ددې مسودې په متن کې راغلي چې تر لاسلیکېدو وروسته، د افغانستان دولت په رسمي ډول له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو غواړي چې د حزب اسلامي مشر او غړو نومونه یې له تور لیست څخه وباسي چې دغو سازمانونو او هېوادونو وړاندې هم د افغانستان دولت غوښتنې ته چمتووالی ښوولی و.

د اجراییه رییس مرستیال وایي، په دې مسوده کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط نه دی راغلی او دا د سولې لپاره د حزب اسلامي په غوښتنو کې تنزیل دی.

د هغه په وینا، په دې مسوده کې یواځې دومره راغلي چې بهرني ځواکونه تراوسه د شوو هوکړو له مخې، له افغانستان نه ووځي، د افغانستان دولت او حزب اسلامي لخوا ددې کار هرکلی کېږي.

هغه همداراز د حزب اسلامي د زندانیانو د بخښلو په تړاو وویل، یو کمیسیون به ددوی ټولو قضیې وڅېړي او د قانون له مخې د چا چې د بخښلو امکان شته، په دې بهیر کې به شامل شي.

هغه وایي، ددې توافقنامې له مخې حزب اسلامي ژمنه کوي چې له مسلح مخالفینو سره هېڅ رابطه ونه لري، ټول غړي یې له جګړې لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ته په درناوي له دې وروسته د یوه سیاسي ګوند په توګه د افغانستان دننه فعالیت وکړي.

ښاغلي محمد خان د "جهاد پرمهال د یوه مهم ګوند" په توګه او په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړو زور اخستی، د حزب اسلامي یوځای کېدل ددې هېواد د وضعیت بدلېدو او سولې ته د نورو مخالفینو د تشویقولو کې اغیزمن بولي.

هغه وویل: "که یو ګوند له سولې سره یوځای کېږي او له وسله وال مخالفت نه لاس اخلي او د افغانستان دننه خپل توان د خلکو په خدمت کې لګوي او ملي قضیو کې د سیاسي تفاهماتو له لارې خپل نظرونه وړاندې کوي، د ډېرې نیکمرغۍ ځای دی."

د افغانستان دولت وړاندې هم څو ځله د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د خبرو اترو په تایید ویلي و چې د افغانستان خلک به د سولې له هرډول تفاهم لاسلیکیدو وړاندې د هغې له جزییاتو خبر شي.

ورته مطالب