کونړ کې درې ښوونځي سوځول شوي او یو په بمونو الوځول شوی

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې چارواکي وایي چې تېره شپه (ثور/ غویي ۲۹مه) په ماڼوګي ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو څلور ښوونځي په بمونو الوزول شوي او سوځول شوي دي.

د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده بي بي سي ته وویل، د پیچ درې په لېچلام سیمه کې د هلکانو یوې لیسې ته تېره شپه ۱۲ بجې بمونه اېښودل او یوه برخه یې ویجاړه شوې ده.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه، په همدې شپه درېیو منځیو ښوونځیو ته چې یوه یې د نجونو ده، د ودیګرام او قندهارو سیمه کې هم اور اچول شوی چې د دوو ښوونځیو ودانۍ سوځېدلي او درېیم یې یواځې خیمې وې.

د کونړ پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وایي، لا څرګنده نه ده چې د ښوونځیو ویجاړول به د چا کار وي، خو د پېښو د څېړلو لپاره یې نن سیمې ته پلاوی استولی دی. هغه وویل، په دغو ښوونځیو کې د اور له امله ډېر کتابونه او د قران کریم نسخې سوځېدلي دي.

ماڼوګی د مرکز اسعداباد سوېل ختیځ لور ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده.

وړاندې هم د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د ښوونځیو، په تېره بیا د نجونو د ښوونځیو د سوځولو راپورونه ورکړل شوي، خو په کونړ کې دا لومړی ځل دی چې تعلیمي بنسټونه ویجاړېږی.

د کونړ د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، په دې ولایت کې د نجونو او هلکانونو ۵۱۱ ښوونځي شته چې نژدې ۱۸۵ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

ځینو ولایتونو کې د ناامنیو له امله یو شمېر ښوونځي تړلي دي، خو کونړ کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانستې دي او د ۴۵۰۰ ښوونکو لخوا پکې تدریس کېږي.

ورته مطالب