د بغلان "سرخ کوتل" کې محاصره سیمه ییز پولیس ژغورل شوي

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د طالبانو لخوا محاصره شوي پولیس ژغورل شوي خو پوسته یې د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل بي بي سي ته وویل، ۷۸ سیمه ییز پولیس "سرخ کوتل" نومې سیمه کې له یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په محاصره کې ګېر پاتې وو.

حقمل وویل، د چهارشنبې په ورځ سهار (ثور/غویي ۲۹مه) د افغانستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې راګېرو پولیسو ته د وتلو لاره برابره شوه.

د بغلان د والي ویاند زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې ۷ سرتېري ټپیان شول او د طالبانو ۱۳ غړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

په دې تړاو وړاندې د افغانستان پر دولت ډېرې نیوکې شوې وې چې د یوې اونۍ په ترڅ کې یې د کلابندو پولیسو د ژغورنې لپاره ګام پورته نه کړ.

د بغلان د ولایتي شورا رییس صفدر محسني هم د نیوکه کوونکو کسانو له ډلې و. هغه بي بي سي ته وویل، ددې کار لامل د جګړې او د طالبانو له شتون نه "د سیمې پاکولو لپاره د ارادې نشتوالی او کمزورتیا" ده.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د سرخ کوتل ستراتیژیکه سیمه کې دوه امنیتي پوستې د طالبانو لاسونو ته لوېدلي او د کابل – مزار شریف لاره هم ددې ډلې تر ګواښ لاندې ده.

ښاغلي محسني وویل، اوسمهال دا لویه لاره تړلې ده او د پلخمري ښار په لویدیځ کې د ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري ډېرې برخې ددې ډلې په لاس کې دي.

خو د بغلان د والي ویاند وویل چې د کابل – مزار شریف لویه لاره تړلې نه ده.

وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د طالبانو وسله وال د سرخ کوتل سیمه کې د سیمې د ځینو اوسېدونکو کورونه سوځولي دي او هغوی یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.

د بغلان د والي ویاند او همداراز د ولایتي شورا رییس دا راپورونه تایید کړل، خو ښاغلي حقمل وویل، د سوځول شویو کورونو شمېره څرګنده نه ده او له بیځایه شویو خلکو سره لازمې مرستې شوي دي.

ورته مطالب