څلور اړخیزې خبرې اسلام اباد کې پيلیږي

د انځور حقوق

په اسلام اباد کې به د افغانستان د سولې بهیر په هکله څلورهېوادیزه غونډه سبا چهارشنبه پیل شي.

دا غونډه تر هغه وروسته کېږي، چې د اپريل مياشت کې د کابل تر خونړي برید وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ واټن زیات شوی و.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وايي، د ده په مشري به يو افغان پلاوی سبا په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې سولې بهير راژوندي کولو لپاره د څلورو هېوادونو پنځمه غونډه سبا د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وشي.

که څه هم په دې ورستیو کې په کابل کې د طالبانو تر خونړي برید وروسته کابل له پاکستانه ناهیلي څرګندې کړې وه او ویلي يې و،" نور له اسلام اباده دا تمه نه لري، چې ګواکې طالبان دي له افغان دولت سره د خبرو لپاره حاضر کړي". خو د څلورو هېوادونو سبانۍ غونډه کې بیا هم د افغان دولت یو پلاوی ګډون کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال به د دې پلاوي مشري کوي.

ښاغلي زاخیلوال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل "لا يې هم هیله شته، ځکه چې دده په خبره د خبرو له لارې ډېری ستونزې هوارېدلی شي".

ښاغلي زاخیلوال که څه هم دا ونه ویل چې ایا اسلام اباد ددوی هغه غوښتنو سره موافقه کړې، چې د هغو طالبانو پر ضد چې خبرو ته نه کښېني عملیات وکړي، خو زیاتوي دا او ډېرې نورې خبرې به سبا ته په غونډه کې د څلور واړو هېوادونو له استازیو سره شریکې کړي.

ځينو رسنيو د دې څلورهېوادیزې غونډې په هکله خبرونه خپاره کړي، چې په همدې غونډه کې به د طالبانو یو پلاوی هم ګډون کوي، خو ښاغلى زاخېلوال وايي، په دې غونډه کې به یوازې څلورهیوادونه چې امریکا، چين، افغانستان او پاکستان پکې دي، برخه اخلي.

په افغانستان کې د سولې لپاره ددې خبرو لومړنۍ پړاو د روان مېلادي کال جنورۍ میاشت کې شوى و، چې تراوسه يې دوې غونډې په کابل او دوې په اسلام اباد کې شوې دي. سبا يې د پنځمې غونډې کوربتوب بیا هم اسلام اباد کوي.