اسلام اباد کې د افغان سولې بهیر په اړه پنځمه غونډه پيل شوه

د انځور حقوق

په افغانستان کې د سولې بهیر په اړه د څلورو هېوادونو پنځمه غونډه اسلام اباد کې پيل شوه، چې پکې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین پلاوي ګډون لري.

همدا پنځمه غونډه تر هغه وروسته کېږي، چې په کابل کې د تېرې مياشتې د طالبانو تر برید وروسته کابل له پاکستانه ناهیلي څرګنده کړې، چې نوره هیله نه لري طالبان دې له افغان دولت سره خبرو ته حاضر کړي.

د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنيو چارو سیکرتر (سیکريټري) اعزاز احمد چودري او د افغان پلاوي مشري په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال کوي.

تردې وړاندې د افغانستان له سفیر سره د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ اولسن او په پاکستان کې د متحده ایالاتو سفیر ډيويډ هیل ملاقات کړی او د افغانستان د سفارت په خبره

په دې ملاقات کې د سولې د همدې پنځمې غونډې او پر اړوندو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

د افغان سولې بهیر همدا څلورهیوادیزې غونډې په روان عیسوي کال کې له اسلام اباده پېل شوې، چې تراوسه يې دوې په اسلام اباد او دوې په کابل کې شوې دي.

ورته مطالب