د افغانستان سوېل کې د اذربایجان یوه باروړونکي الوتکه لوېدلې

د انځور حقوق .
Image caption د "ورېښمو لارې" هوایي شرکت چارواکو لا په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د افغانستان په سوېل کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د اذربایجان اړوند یوه باروړونکې الوتکه په دې ولایت کې نسکوره شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته ددې خبر په تایید سره وویل، دا الوتکه د اذربایجان ده او د تخنیکي ستونزو له امله یې غوښتل بیړني ناسته وکړي چې ولوېده.

هغه تایید کړه چې دې پېښه کې ځينې کسان مړه شوي دي.

د انځور حقوق .

اذربایجاني رسنیو راپور ورکړی چې دا الوتکه د "ورېښم لارې" هوايي شرکت الوتکه ده او پېښه هم پرون چهار شنبه (ثور/ غویي ۲۹مه) رامنځته شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو د تلفاتو د شمېرې په اړه څه نه دي ویلي، خو اذربایجاني رسنیو ویلي په الوتکه کې ۹ کسان سپاره وو او ټول مړه شوي دي.

دغو رسنیو د اذربایجان د هوایي چلند ادارې په حواله ویلي، دا ۱۲-AN ډوله الوتکه وه چې د افغانستان دننه یې بارونه لېږدول.