ولسمشر غني د 'ثبات' ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ

غني د انځور حقوق Getty
Image caption په پام کې ده چې ولسمشر غني به د قطر له امیر او د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله بن ناصر بن خلیفه ال ثاني سره هم وګوري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د قطر د امیر په رسمي بلنه د یوه لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ د دوحې ته ولاړ.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر غني د غبرګولي پر لومړۍ نېټه (مې ۲۱مه) له ماسپښین وروسته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په رسمي بلنه دوحې ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی دی.

د ارګ ویناپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني به دوحه کې د 'ثبات او هوسایي د ټولو لپاره' شپاړسمه ناسته کې ګډون او وینا وکړي.

په پام کې ده چې ولسمشر غني به د قطر له امیر او د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله بن ناصر بن خلیفه ال ثاني سره هم وګوري.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ویناپاڼې له مخې، پتېل شوې، چې ولسمشر به د قطر د سوداګرو د شورا له غړ او هلته له مېشتو مخورو افغانانو، سوداګرو او مشرانو سره هم کتنه ولري.

په وروستیو کې د افغانستان د سولې هڅې یوځل بیا پیل شوې دي. د روانې مې پر ۱۸مه (غویی ۲۹مه) د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان سولې د بهیر پنځمه غونډه وشوه.

په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبره بیا هم په دې ټینګار وشو، چې په افغانستان کې یوازې د خبرو له لارې سوله او ټیکاو راتلی شي او څلور واړه هېوادونه به په دې لړ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پر همدې ورځ، د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د هوکړه لیک وروستۍ مسوده د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته واستوله، چې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حزب اسلامي د مشر او غړو ایستل، د بندیزونو لرې کول او د قانون له مخې د بندیانو بښل یې مهمې برخې دي.

ورته مطالب