طالبانو د بغلان سرخ کوتل‎ ''تاریخي سیمه'' نیولې ده

Image caption سرخ کوتل د بغلان مرکز پلخمري ښار شمال لوېدیځ ته پرته سیمه ده چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو لاس ته ورغلي ده.

د افغانستان شمال ختیځ ولایت بغلان چارواکي مني چې د ''سرخ کوتل'' تاریخي سیمه د دولت مخالفینو نیولې ده.

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییسه وایي د سیمې تاریخي اثار هم د طالبانو تر ولکې لاندې دي، خو دا لا جوته نه ده چې دغه اثار د طالبانو له خوا په څه شرایطو کې ساتل کېږي.

د سرخ کوتل تاریخي سیمه درې ورځې مخکې د دولتي ځواکونو له شا ته کېدو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییسه مېرمن شکریه اصیل یقین وایي په سرخ کوتل کې د کاشانیانو په دورې پورې مربوطو اثار شته.

مېرمن یقین وایي تر اوسه د سرخ کوتل سیمې د تاریخي اثار د طالبانو له خوا د ویجاړولو په اړه کره شواهد نه لري:

''دغه سیمه ډېره لرغونې ده او د کوشانیانو په دورې پورې اړوند ده. که دغه سیمه ړنګېږي نو بغلان به خپل تاریخي هویت ورسره له لاسه ورکړي. په دې وروستیو کې مو غوښتل د بغلان د سرخ کوتل سیمې ته د ګرځندویانو پام را واړو''.

په همدې حال کې د بغلان د والي ویاند محمود حقمل هم دا مني چي سرخ کوتل طالبانو نیولی.

نوموړي وایي دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له څو ورځني مقاومت وروسته وسله والو طالبانو نیولې ده.

سرخ کوتل د بغلان مرکز پلخمري ښار شمال لوېدیځ ته پرته سیمه ده چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ریاست چارواکي دا هم وایي دوی غوښتل په روان کال کې سرخ کوتل څخه د سیلانیانو د کتنې ځای جوړ کړي خو اوس طالبانو دغه سیمه نیولې ده.

ورته مطالب