بامیان: د طالبانو برید 'وتمبول شو'، خو درې پولیس ووژل شول

د افغانستان مرکزي ولایت بامیانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په 'ښکاري دره' کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو برید 'تمبول' شوی، خو درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

بامیان د افغانستان په مرکزي سیمو کې نسبتاً ارام ولایت دی.

د بامیانو د پولیسو مشر عبدالرحمن احمدي بي بي سي ته وویل، برید د شیر ولسوالۍ په 'ښکاري دره' د تېرې جمعې په ورځ (غویی ۳۱مه) پیل شو او تر نیمې شپې یې دوام وکړ.

ښاغلی احمدي زیاتويو په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله واښوته، خو دوی ته یې کره معلومات نه شته.

د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د بامیانو سیغان ولسوالۍ په 'دهن دره' سیمه کې یې د پولیسو ځینې پوستې نیولې دي او حکومتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

'ښکاري دره' د افغانستان له شمالي بغلان ولایت سره په ګاونډ کې پرته ده چې په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ د جګړې شاهده وه.