امریکا: 'احتمالاً' ملا منصور برید کې وژل شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption ملا منصور تېر کال د ملا محمد عمر د مړينې د خبر له تاييد وروسته د طالبانو د مشر په توگه ټاکل شوى و.

د امریکا دفاع وزارت 'پنتاګون' په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور یې په یوه هوايي برید کې په نښه کړی، چې 'شاید' وژل شوی وي. پنتاګون وايي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما پخپله ددغه برید امر کړی.

+ د ملا اختر محمد منصور لنډ ژوندلیک

د امريکا د دفاع وزارت وايي دوى د پاکستان او افغانستان په پوله لرې پرتې سيمې کې د طالبانو د مشر د نښه کولو لپاره يو لړ بريدونه ترسره کړي دي.

د امريکا د دفاع وزارت ددې بريدونو د تاييد پرمهال ويلي دي چې " اوس هم ددې د پايلو ارزونه کوي". پنټگان وايي " منصور د بريدونو طرحه کولو کې فعاله ونډه درلوده چې له امله يې ملکي افغانانو، امنيتي ځواکونو او ايتلافي ملگرو ته گواښ متوجه و."

ارګ

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، د امریکا له خوا پر ملا اختر منصور هوايي برید تاییدوي. ارګ وايي، ملا منصور په وار- وار د افغان حکومت له خوا د جګړې ختمولو او د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو غوښتنې رد کړې دي.

د ارګ په ویناپاڼه کې ویل شوي، دوی هڅه کوي چې د ملا اختر منصور د برخلیک په اړه پایلې ترلاسه او ژر یې خپرې کړي.

امریکايي چارواکي وايي ملامنصور او يو بل تن دافغانستان پولې سره نژدې د پاکستان په يوې لرې پرتې سيمې کې په موټرکې سفر کاوه چې په نښه شول.

دا عمليات چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما يې امر کړى و د امريکا د بهرنيو چارو دوزارت وياند يې په اړه ويلي دي چې "د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته يې په اړه خبر ورکړى و." خو ده په دې اړه څه ونه ويل چې هغوی يې د بريد نه مخکې يا وروسته خبر کړي وو؟

د تېر کال په وروستيو کې هم په پاکستان کې د وسلوالو يوې غونډې کې د ډزو له امله د نوموړي د ژوبلېدو خبر ورکړل شوى و.

د طالبانو سرچينو تر دې دمه په دې اړه غبرگون نه دى ښودلى.

ملا منصور په ٢٠١٥ کال د ملا محمد عمر د مړينې له تاييد وروسته د طالبانو د مشر په توگه ټاکل شوى و.

کله چې ملا منصور د تېر کال د جولايي په مياشت کې د طالبانود مشر په توگه وټاکل شو، د خپل منځي اختلافونو وروسته د ملا محمد رسول اخند په مشرۍ يو بله سياله ډله هم منځ ته راغله.

Image caption د مشرتابه په سر له اختلاف وروسته د ملا محمد رسول اخند په مشرۍ د طالبانو جلا ډله رامنځ ته شوه.

ورته مطالب