د ملا اختر منصور لنډ ژوندلیک

د انځور حقوق Reuters

ملا اختر محمد منصور، د پښتنې دراني قبیلې د اسحق زیو له قوي ښاخ څخه دی، چې تر ډېره په کندهار ښار کې اوسېږي.

مخکې له دې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ځای ناستی شي، ملا منصور د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا عمر په استازیتوب کارونه مخته وړل.

په دې سره، باور کېږي چې د ملا عمر پرځای یې د طالبانو پر وېبپاڼو رسمي ویناپاڼې خپرولې، چې دې کار ان د ملا محمد عمر له مړینې ډېر وخت وروسته هم دوام وکړ.

خو کله چې د ملا عمر مړینه تایید شوه، د طالبانو تحریک په منځ کې درز پیدا شو، او داسې تورونه هم راپورته شول، چې ګني ځینې قبایلي مشرانو او وفاداره کسانو په مټ پاکستان ملا منصور د ملا عمر د وژلو دسیسه جوړوله.

ګڼ ملا منصور تورنوي چې تر ډېره د پاکستاني استخباراتو د سازمان تر سیوري لاندې فعالیت کوي، او هغه ته خوندي ځای ورکوي او ملا یې تړي.

بیا وروسته، د طالبانو د مشرتابه ترمنځ ترینګلتیا وروسته تر هغه کمه شوه، چې د القاعدې شبکې اوسني مشر ایمن الظواهري له ملا منصور سره خپل ملاتړ اعلان کړ او نوموړی یې د ملا عمر پر ځای 'قانوني خلیفه' وباله.

ملا منصور د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۵ کلونو ترمنځ موده د سوېلي کندهار ولایت میوند ولسوالۍ اړونده یوه سیمه کې زیږېدلی.

کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په تېره اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، ملا منصور د کورنۍ له ځینو غړو سره وسله راواخیسته او د افغان مجاهدینو د مقاومت په لیکو کې ودرېد.

ملا منصور په سیمه کې د حزب اسلامي د یوه سیمه ییز پوځي قومندان ملا حاجي محمد په مشرۍ له ډلې سره یوځای شو، خو اصلي مشر یې مولوي محمد یونس خالص و، چې د اوو تنظیمونو د مشرانو په څېر پاکستان کې اوسېده.

سرچینې وايي، که څه هم ملا منصور کوچنی و، خو ښه جنګیالی و، خو هغه وخت یې ډېر شهرت پیدا نه کړای شو.

په ۱۹۸۷ کال، منصور د بلوچستان مرکز کوټې ښار ته ولېږدېده، بیا د شمال لوېديځ خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار ته ولاړ، هلته یې خپلو هغو دینې زده کړو غځولو ته دوام ورکړ، چې د افغانستان د جګړې له کبله ترې نیمګړې پاتې شوې وې.

ملا منصور د طالبانو د تحریک د هغې ډلې یو چارواکی و، چې له پاکستان نه د کندهار او ځینو نورو سیمو د کنټرول ټینګولو لپاره سره راغونډ شوي وو.

کله چې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کابل ونیو، ملا منصور په پیل کې د افغانستان د هوايي چلند (د آریانا افغان هوايي شرکت) مشر شو، بیا د ملکي الوتنو د چارو وزیر وټاکل شو، خو ترڅنګ یې د ترانسپورت او پوځي چارې هم مخته وړلې.

وروسته تر هغه چې کابل کې د طالبانو پښې ټینګې شوې، د منصور پرضد تورونو سر راپورته کړ، چې ګني د هېواد په سوېل کې د کوکنارو له کروندو نه په خلیجي هېوادونو کې د شرکتونو جوړولو لپاره یې پیسې لګولې دي.

مشرۍ ته رسېدل

په سوېل کې د ګڼو طالب مشرانو په څېر، د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل پیلېدا سره ملا منصور کوټې ښار ته وتښتېد.

که څه هم د امریکا پرضد د طالبانو د تحریک مقاومت ډېر شو، خو منصور د طالبانو په حکومت کې د کندهار والي و، چې په دې سره نوموړی په دې تحریک کې له ډېرو ډېر اهمیت برخمن سړی ښکارېده.

ملا منصور ژر د طالبانو تحریک کې لوړې پوړۍ ته ورسېد.

په ۲۰۰۷ کال، پاکستاني ځواکونو په کوټه ښار کې د طالبانو د تحریک د مهال د دفاع وزیر او د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبیدالله آخوند ونیو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېر کال په سپتمبر میاشت کې طالبانو شمالي کندوز ښار ونیو

د طالبانو شورا یې پر ځای ملا عبدالغني برادر ځای ناستی وټاکه، او ملا اختر منصور یې مرستیال شو.

ملا برادر هم په ۲۰۱۰ کال د پاکستاني استخباراتو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو، همدا وو چې د تحریک د مرسیال مشر پوړې ته د رسېدو لپاره ملا منصور ته زمینه برابره شوه.

په تېر جولای کې د افغانستان د استخباراتو سازمان ځینې معلومات افشا کړل، چې ګني د ملا عمر په مړینې سره ملا منصور د طالبانو مشر ټاکل شوی.

وروسته پاکستان کې د طالبانو شورا د طالبانو د مشر په توګه د ملا منصور ټاکل کېدل ومنل، او په دې سره یې ځینې هغه اندېښنې لیرې کړې، چې ګني طالبان د خپل مشر پر ټاکلو نه سره جوړېږي.

ورته مطالب