مولوي هبت الله اخندزاده له مدرسې تر مشرۍ

د انځور حقوق
Image caption طالبانو نن چهارشنبې (جوزا/ غبرګولي ۵ مه) ویلي، ملا هبت الله اخوندزاده ددوی د وژل شوي مشر ملا اختر منصور ځایناستی ټاکل شوی.

د طالبانو نوی مشر ملا هبت الله چې د ملا منصور ځای ناستی ټاکل شوی، د کندهار اوسیدونکی دی او زده کړې یې په دیني برخه کې پاکستان کې د کډوالو په پنډغالو کې کړي او شیخ الحدیث هم یادیږي.

ښاغلی اخندزاده په قوم نورزی او عمر یې د څلوېښتو او پنځوسو کلونو ترمنځ دی.

هبت الله د طالبانو تحریک د جوړېدو له لومړنیو کسانو بلل کېږي. هغه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له لویدیځ ولایت فراه نه دنده پیل کړه.

کله چې طالبانو فراه ونیوه، اخندزاده هلته له جنایي جرمونو سره د مبارزې ولایتي مشر شو. وروسته د طالبانو د ظهور سیمې کندهار د پوځي محکمې غړی او بیا د ننګرهار په قول اردو کې د پوځي محکمې ریس شو.

هبت الله اخندزاده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې وروستۍ دنده د افغانستان د پوځي محکمې مشري وه، کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو، طالبانو نوموړی لومړی د خپلې ډلې د "تمیز محکمې غړی او بیا د مشر قاضي" په دنده وګوماره.

نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې د ملا محمد عمر د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته د نوي طالب مشرتابه چې په سر کې یې ملا اختر منصور و دویم مرستیال وټاکل شو. هبت الله د ملا اختر تر وژل کېدو څلور ورځې وروسته د طالبانو لخوا د نوي مشر په توګه اعلان شو.

اختر منصور د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۱ مه امریکا د پاکستان بلوچستان ایالت نوشکي سرحدي سیمه کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

طالبانو د یوې اعلامیې خپرولو له لارې وویل، د طالبانو رهبرۍ شورا د پریکړې له مخې ملا هبت الله ددغې ډلې نوی مشر او سراج الدین حقاني او ملا یعقوب یې مرستیالان ټاکل شوي دي.

د طالبانو د حکومت یوه وزیر چې اوسمهال د طالبانو د مشرتابه شورا غړی دی بي بي سي سره خبرو کې وویل هبت الله ظاهرا ټولنیز او له خلکو سره په ښه چلند یادیږي، د نورو طالبانو په پرتله سخت لاری او توند مزاجه نه دی.

ملا هبت الله په تیرو جهادي ډلو کې کوم ځانګړی رول نه درلود او د شوروي پرضد د افغانستان جګړې پرمهال د یونس خالص په مشرۍ په حزب اسلامي کې یو عادي جنګیالی و او تر ډېره په مدرسو کې په تدریس بوخت و.

هبت الله د طالبانو تر رامخې ته کیدو تر ډېره د مدرسې سړی و.

ورته مطالب