طالبان مني چې ملا اختر منصور ایران ته هم تګ راتګ کاوه

د انځور حقوق AFP
Image caption طالبانو څلور ورځې وروسته ومنله چې ددوی مشر ملا اختر منصور د بلوچستان ایالت سرحدي سیمه نوشکي کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، ددوي وژل شوي پخواني مشر ملا اختر محمد منصور "د طالبانو د غړو احوال اخستلو او د امنیتي ملحوظاتو له امله" ایران او پاکستان ته سفرونه کول.

منصور د شنبې په ورځ (۱۳۹۵، جوزا لومړۍ نېټه) د پاکستان بلوچستان ایالت سرحدي سیمه "نوشکي" ته څېرمه د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ښاغلي مجاهد د بي بي سي له خبریال سیدعبدالله نظامي سره خبرو کې ویلي، ملا منصور "یوځای ته سفر درلود، په لاره کې د سفر په حالت" کې وژل شوی. هغه ونه ویل چې منصور له کومه ځایه غوښتل چېرته لاړ شي.

"طبعا داسې نه وه چې دی (ملا منصور) دې د یوه مسوول په توګه یو ملک ته تللی وي. ... تاسو پوهېږئ چې د ایران سرحدي سیمه له موږ سره په نمیروز [ولایت] کې ډېره نژدې ده او همداراز د پاکستان سرحدي سیمه هم موږ سره چسپېدلې ده او زموږ د افغانستان ګڼ ولایتونه هم هلته موږ سره لار لري. نو دغه دده د تګ راتګ ساحه چې طبعا کله کله، کېدای شوای د ایران خاورې ته هم تللو."

د انځور حقوق
Image caption کوم عکس چې د برید په سیمه کې په موندل شوي پاکستاني پاسپورت کې لیدل کېږي، د ملا اختر منصور شته انځور ته ورته دی. پاسپورت کې د ایران ویزه هم لګېدلې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي و چې بې پیلوټه الوتکه کې وژل شوی کس په همغه ورځ له ایرانه د پاکستان خاورې ته اوښتی و.

رسنیو د "محمد ولي" په نوم د یوه پاکستاني پاسپورت انځورونه خپاره کړي و چې عکس یي د ملا اختر منصور څېرې ته ورته دی او د ایران ویزه هم په کې لګیدلې ده.

د پاکستان خاوره کې د امریکا په بې پیلوټه برید کې د طالبانو د مشر وژل کېدو خبر تر خپرېدو وروسته، ددغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې د برید په سیمه کې د محمد ولي په نوم کس یو پاسپورت موندل شوی چې ښيي درلودونکي یې ایران ته سفر کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، اختر منصور کله کله ایران ته هم تللو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابر انصاري، د پاکستان ددې ادعا په غبرګون کې ویلي و، "د اسلامي جمهوريت اړونده مراجع ردوي چې داسې کس دې په دغه تاریخ د ایران له پولې پاکستان ته اوښتی وي."

خو ښاغلي جابر انصاري خپلو خبرو کې د طالبانو د مشر نوم نه و اخستی او یواځې یې ویلي و چې "داسې کس" ایران ته سفر نه دی کړی.

مجاهد دې پوښتنې ته چې ویل کېږي منصور تر وژل کېدو وړاندې ایران تللی او پاکستانی پاسپورت ورسره و، څرګند ځواب ورنکړ خو ویې ویل، "په ټوله کې باید ووایم چې جهادي امور د ټولو زحمت غواړي، په دې برخه کې منصور صیب هم د امنیتي ملحوظاتو له مخې د درېیو هېوادونو [ایران، پاکستان، افغانستان] سرحدي سیمو کې د تحرک په حال کې و."

د طالبانو د ویاند په خبره، ملا منصور د یوه "لوی" خوځښت د مشر په توګه اړ و بیلابیلو سیمو ته لاړ شي.

د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبر تر خپرېدو ټیک څلور ورځې وروسته دغې ډلې د خپل نوي مشر ملا هبت الله د ټاکنې له اعلان سره جوخت د ملا منصور وژل کیدل ومنل.

ښاغلی مجاهد وايي، له نوي ټاکل شوي مشر سره په دغه ډله کې دننه مخالفتونه نشته او ټولو غاړو پرې هوکړه کړې ده.

ملا هبت الله په طالب واکمنۍ کې د پوځي محکمې قاضي و او د طالب واکمنۍ له ړنګیدو وروسته هغه د طالبانو په کاغذي تشکیلاتو کې مشر قاضي ټاکل شوی و.

د ملا محمد عمر له مرګ وروسته نوموړی د ملا اختر محمد منصور دویم مرستیال وټاکل شو. هبت الله د ۴۰ - ۵۰ کلونو ترمنځ عمر لري، د کندهار او په قوم نورزی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بلوچستان ملکي روغتون ډاکټرانو بي بي سي ته وویل د بې پیلوټه الوتکې برید کې د وژل شوي جسد د رفیق په نوم د هغه د کورنۍ غړي ته سپارل شوی. وړاندې یې ویل چې د پاکستان امنیتي چارواکو له روغتونه وړی.