د طالبان وژل شوي مشر ملامنصور مړی نامالوم کس ته سپارل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د بې پیلوټه الوتکې برید کې د وژل شویو مړي بلوچستان کي ملکي روغتون ته ولېږدول شول.

د پاکستان بلوچستان ایالت کې د ملکي روغتون ډاکټران وايي، د هغه کس مړی چې ویل کېږي د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور دی، دده د کورنۍ يوه غړي رفیق ته سپارل شوی او له روغتونه يې وړی دی.

د ملکي روغتون ډاکترانو بي بي سي ته هغه رسید هم ورکړی چې ورباندې د محمد رفیق نومي کس نوم لیکل شوی او هغه کس پرې لاسلیک هم کړی دی.

دا کس چې د پلار نوم يې نورمحمد په خټه حميدزی اڅکزی لیکل شوی، تر خپل لاسلیک لاندې يې خپل د موبایل شمېره هم لیکلې خو دغه شمېره تر عادي شمېرو زیات اعداد لري.

محمدرفیق په رسید کې لیکلي: "زه محمد رفیق د نور محمد زوی چې په خټه حمیدزی او د قلعه عبدالله اوسېدونکی یم، د خپل عزیز ولي محمد چې د شاه محمد زوی او د قلعه عبدالله اوسېدونکی دی، مړی وړم او دا په لیکلې بڼه ورکوم."

د انځور حقوق AFP
Image caption ویل شوي چې ملا منصور په دغه موټر کې د شنبې په ورځ(جوزا/غبرګولي لومړۍ نېټه) د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی.

پاکستان چې لا يې هم د طالبانو د مشر ملااختر منصور وژنه تاييد کړې نه ده، د هغه مړی يوه داسې کس ته سپارل شوی چې یوازې د ټيليفون شمېره یې پرېښې چې هغه هم ناسمه ده.

مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، دغه کس چې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د امريکايي بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی " محمد ولي" نومېږي او د بلوچستان د قلعه عبدالله سیمې اوسېدونکی دی.

کابل او امریکا وار له مخه لا یاد کس د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور یاد کړی چې وایي د شنبې په ماسپښين په نوشکي سیمه کې هغه مهال په نښه شو چې په يوه موټر کې کوټې ته روان و.

تردې وړاندې د کوټې د ملکي روغتون ځينو ډاکترانو بي بي سي ته ویلي و، د ملا اخترمحمد منصور مړی د پاکستان څارګرې ادارې وړی او دا خبره د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي هم تایید کړی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د افغانستان حکومت د ملا منصور وژل کېدل تایید کړي.

ورته مطالب