ناټو: د ملا منصور مرګ د طالبانو ډله بې ثباته کوي

د انځور حقوق RS
Image caption ناټو وایي د طالبانو د مشر وژل کېدل به افغانستان کې ناامنی ډېره نه کړي.

د "پرېکنده ملاتړ ماموریت" ځواکونه چې په افغانستان کې د ناټو تر قومندې لاندې فعالیت کوي وايي، د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل به په دې ډله کې د بې ثباتۍ سبب شي.

کابل کې د ناټو یوه ویاند رونالډ فلیسویګ بي بي سي ته وویل، دا انګېرنه ناسمه ده چې د طالبانو د پخواني مشر وژل کېدل به د اورپکو د پیاوړتیا او یووالي لامل شي او افغانستان کې به امنیتي وضعیت له پخوا خراب کړي.

طالبانو تېره ورځ د خپل پخواني مشر د مرګ په تایید سره، هبت الله اخندزاده د خپلې ډلې نوی مشر او سراج الدین حقاني او ملا یعقوب د هغه مرستیالان اعلان کړل.

طالبانو ویلي، ټولو قومندانانو یې له دې ټاکنو ملاتړ کړی، که څه د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د انشعابي ډلې ویاند ملا منان نیازي ویلي چې په دې برخه له هغوی سره مشوره نه ده شوې.

کابل کې د ناټو ویاند وایي، طالبان باید دې پایلې ته ورسېږي چې د جګړې له لارې بریالي کېدای نشی.

ښاغلي فلیسویګ وویل: "له سولې پرته د طالبانو لپاره یواځنی غوراوی به د جګړې ډګر کې ماتول وي. نو له دې امله د طالبانو یو هوښیار مشر دې پایلې ته رسېږی چې د جګړې له لارې نشي بریالی کېدای. نو وکتل شي چې ایا د طالبانو نوی مشر به داسې ارزونه وکړی که نه. خو د هغه پخوانی مشر دې پایلې ته نه و رسېدلی."

امریکایي سرچینو ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په افغانستان کې د مېشتو امریکایي پوځيانو تر نظر لاندې د طالبانو پخوانی مشر کله چې د ایران له خاورې د پاکستان بلوچستان ایالت ته ننوت، په نښه کړ او ووژل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې چې ملا منصور د "جهادي چارو" ترسره کولو لپاره ایران ته سفر کړی و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ایران ته هغه سفر رد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و چې د ملا منصور د وژل کېدو په سیمه کې چې کوم پاسپورت موندل شوی د "محمد ولي" په نوم صادر شوی او درلودونکی یې د برید په ورځ د تفتان له پولې ایران څخه پاکستان ته اوښتی و.

ورته مطالب