نبیل د طالبانو احتمالي مشر په توګه حقاني افغانستان ته خطرناک بولي

Image caption له حقاني نه د پاکستان څرګند ملاتړ به ډېر خطرناک شي: نبیل

د افغانستان د څارګرې ادارې (ملي امنیت عمومي ریاست) پخوانی رییس رحمت الله نبیل خبرداری ورکوي چې د طالبانو د نوي مشر په توګه د سراج الدین حقاني ټاکل کېدل به د افغانستان لپاره خطرناک وي.

د ملا اختر منصور د احتمالي ځایناسي په توګه د ملا عمر د زوی ملا یعقوب او د شبکې حقاني د رییس جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني نومونه یادېږي.

سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر مرستیال او یعقوب ددې ډلې د رهبرۍ شورا غړی دی.

اختر منصور د طالبانو د مشر په توګه تر ټاکل کېدو ۱۰ میاشتې وروسته، د شنبې په ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ووژل شو.

ښاغلي نبیل د بي بي سي خبریال هارون نجفي زاده ددې پوښتنې په ځواب کې چې څوک به د طالبانو راتلونکی مشر وټاکل شي وویل، "که دوی (طالبان) سراج الدین حقاني د قدرت رائس ته راولي، د طالبانو یو شمېر [غړي] به بېل شي. دا [موضوع په] مطلق ډول ډېره څرګنده ده چې د طالبانو تحریک د پاکستان لاس ته لوېږي."

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړه: "حقاني شبکه ډېر پېچلي ترهګریز بریدونه ترسره کوي. له بلې خوا [کولی شي] د طالبانو تحریک پیسو ته لاسرسی ولري او درېیم دا چې له سراج الدین حقاني نه د پاکستان ملاتړ به ډېر خطرناک شي."

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا دولت تایید کړې چې ملا منصور د امریکا د ولسمشر اوباما په امر وژل شوی دی.

ښاغلي نبیل چې شپږ میاشتې وړاندې یې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو پر سر له ولسمشر اشرف غني سره د اختلاف له امله استعفا وکړه وایي، ډېر احتمال لري چې امریکا د پاکستان له همغږۍ پرته منصور په نښه کړی وي.

هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د طالبانو پر مشرانو به د امریکا بریدونه دوام وکړي وویل، "زه فکر کوم چې دا د پاکستان لپاره یو جدي سور څراغ و."

د افغانستان دغه پخواني امنیتي چارواکي زیاته کړه چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې د طالبانو د مشر وژل کېدو په تعقیب دا هېواد باید ددې ګام په بدل کې د یوې مودې لپاره د پاکستان د غبرګون تمه ولري.

د انځور حقوق AFP
Image caption ویل شوي چې ملا منصور په دغه موټر کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی.

ښاغلي نبیل وویل، ښایي پاکستان په دغه موده کې پرېکړه وکړي چې "ایا د همکارۍ او د اړیکو د ښه والي پرلور او د نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو د غوښتنو [منلو]" پر لور لاړ شي، یا "هغوی سره مقابله" غوره کړي.

د افغانستان د ملی امنیت پخواني رییس وویل، "که [پاکستان] د مقابلې لوری ونیسي او د [پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار] سرتاج عزیز ضد او نقیضې خبرې تکرار شي، دا لړۍ به دوام ومومي."

ورته مطالب