عربستان تر ۴۰ کلونو کم عمره افغانانو ته د عمرې حج ویزه نه ورکوي

د انځور حقوق AFP
Image caption هرکال له افغانستان نه ۱۰ - ۲۰ زره کسان د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته ځي.

د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د افغانستان هغو اتباعو ته د حج او عمرې د ویزې صادرول درولي چې عمرونه یې تر ۴۰ کلونو کم دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې کابل کې د سعودي سفیر یې احضار کړی وایي، سفیر په دې تړاو کوم څرګند دلیل نه دی وړاندی کړی.

ددې وزارت ویاند احمد شکېب مستغني وایي، "یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی او دا مسئله په جدي ډول له سعودي چارواکو سره مطرح کوي چې ولې د افغانستان له ۴۰ کلونو کم عمر لرونکو اتباعو ته ویزه نه صادرېږی."

خو ځینو ویلي چې د یمن په جګړه کې د سعودي له مخالفو ډلو سره د افغانستان د اتباعو د یوځای کېدو اندېښنې د عربستان ددې پرېکړې اصلي دلیل دی، خو دا خبره رسمي سرچینو نه ده تایید کړې.

سعودي عربستان نژدې یو کال وړاندې دا محدودیت تر ۳۰ کلونو کم عمره افغانانو لپاره ټاکلی و.

عابدالله او نورالله دوه ځلمیان دي چې کابل کې د عربستان سفارت هغوی ته د ویزې له ورکړې انکار کړی دی. دواړه د افغانستان د ختیځ ولایت لغمان اوسېدونکي دي او د سیلاني شرکت له لارې یې د ویزې غوښتنه کړې وه.

Image caption بي بي سي وړاندې له ځینو افغانانو سره خبرې کړې وې چې د عمرې حج له ویزې په ګټه اخستو د یمن جګړې ته تللي وو.

افغانستان توریستي شرکتونه وایي، ددې محدودیت له عملي کېدو راهیسې په افغانستان کې سلګونه کسان عمرې او حج ته له تللو محروم شوي دي.

د یوه شرکت مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، بي بي سي ته وویل، "داسې شرکتونه پېژنم چې له ۲۸۰ تر ۳۰۰ پاسپورتونه یې د ویزې صادرېدو لپاره کابل کې د سعودي سفارت ته لېږلي و، خو ټول یې بېرته مسترد شول. شرکتونو له دې امله ډېر مالي زیان کړی دی."

افغانستان نژدې ۴۰۰ توریستي شرکتونه فعالیت لري، خو له ۶۰ ډېر یې د حج او عمرې خدمتونه وړاندې کوی.

ددې شرکتونو او د عربستان حج وزارت ترمنځ د هوکړې له مخې، د افغانستان شرکتونه ۵۰۰ زره سعودي ریال (څه دپاسه ۱۳۵ زره ډالر) د حج او عمرې خدمتونو وړاندې کولو جواز ترلاسه کولو لپاره عربستان ته د ضمانت په توګه ورکړي دي.

ددې تضمین اخستو هدف دا دی چې د هغو مسافرینو د تخلف مخه ونیول شي چې ددې شرکتونو له لارې عربستان ته ځي. ددې شرکتونو د مالکانو په وینا، اصلي سرغړونه د مسافرینو فرار او په عربستان کې اوسېدل دي.

که داسې سرغړونه وشي، د شخص لېږدوونکی مسوول شرکت ۲۵ زره ریاله جریمه کېږي او دا یې له بانکي تضمین نه ګرځول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption هرکال له افغانستان نه نژدې ۲۴ زره کسان د حج فریضې ترسره کولو لپاره مکې ښار ته ځي.

د افغانستان توریستي شرکتونه چې د افغانستان اتباعو لپاره یې د ویزې صادرېدو محدودیت اروزلی وایي، ددې ډول محدودیتونو رامنځته کېدو لامل د یمن جګړې زور اخستل دي چې عربستان یې اړ کړی دا ډول پرېکړه وکړي.

د افغانستان توریستي شرکتونو د کمېټې مدیر محمد رحیم وايي، "په ۱۳۹۴ کال کې یې تر ۳۰ کلونو کم عمره ځوانانو باندې د ویزې محدودیت وضع کړ چې له یمن سره د جګړې او د عربستان امنیتي مسایلو له امله و. خو دا شرط یې ایښی و چې مسافرین تر بېرته ستنېدو وروسته له خپلو پاسپورتونو سره کابل کې د عربستان سفارت ته مراجعه وکړي."

ښاغلي رحیم ددې پوښتنې په ځواب کې چې اوسنی محدودیت د تېر کال له محدودیت سره اړیکه لري که نه، وویل؛ ښایي اړیکه ولري. بي بي سي تر دې وړاندې د افغانستان له ځېنو اتباعو سره غږېدلی و چې د عمرې حج له ویزې په ګټه اخستو د یمن جګړې ته تللي وو.

دغو کسانو ویلي و، ددې لپاره یې د یمن جګړې ته نوملیکنه کړې چې هغوی ته ویل شوي و چې کعبه په خطر کې ده.

ځینو کتونکو د عربستان او ایران دولتونه په یمن کې پر نیابتي جګړې رامنځته کولو تورن کړي دي.

اوس ویل کېږي چې عربستان، ایران پلوو جګړه مارو سره د افغانستان د وګړو یوځای کېدو اندېښنه لري.

بي بي سي هڅه وکړه چې کابل کې د عربستان له سفارت سره خبرې وکړي، خو د سفارت چارواکي په دې تړاو خبرو ته چمتو نشول.

هرکال له افغانستان نه نژدې ۲۴ زره کسان د حج فریضې ترسره کولو او ۱۰ – ۲۰ نور د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته ځي.

ددغو سفرونو لګښت د افغانستان د مسافرینو لپاره نژدط ۲۵۰۰ ډالره دی.