د برېښنا لېږد،"حکومت دې د کميسيون پرېکړه عملي کړي"

د انځور حقوق Getty

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي له پلخمري تر ارغندۍ د برېښنا لېږد پروژې په تړاو یې د ملي کمیسیون په وړاندیزونو کې هېڅ راز بدلون نه دی راوستی او حکومت دنده لري چې د دغه کمیسیون پرېکړې عملي کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، ولسمشر د مرکزي ولایتونو له استازو سره په خبرو کې ویلي د مرکزي سیمو او بامیانو د برېښنا لپاره پیسې موجودې دي.

د ښاغلي مرتضوي په وینا د مرکزي سیمو استازو هم د ولسمشر د حکم ملاتړ کړی دی.

نوموړی وايي، د خلکو او برخه والو په استازیتوب دوو تنو خبرې وکړې، بامیانو او مرکزي سیمو ته د برېښنا ورکړې په تړاو یې د ولسمشر له حکمه خپل ملاتړ اعلان وکړ.

په دغه لیدنه کې ښاغلي محقق، استاد سرور دانش د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر استازي، مدني فعالان، د مرکزي سیمو یو شمېر مشران او علما هم موجود وو.

ډاکټر عبدالله هم له خلکو سره ژمنه وکړه، هغه څه چې د کاغذ پر مخ دي عملي بڼه به خپله کړي.

له ترکمنستانه د ۵۰۰ کلیو ولټه برېښنا مزو د ارزونې کمیسیون پرون خپل کار پای ته رسولی و او دې پایلې ته رسېدلي چې د لېږد لپاره د سالنګ لار غوره ده.

څو ورځې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له ترکمنستانه کابل ته د سالنګ له لارې د برېښنا مزو لېږد د پرېکړې پر وړاندې لاریونونه شوي وو.

ورته مطالب