کابل کې د تعصب ضد لاریون؛ ځوانانو خلک ورورولۍ ته راوبلل

Image caption د قومي تبعیض او سیمه ییزو جنجالونو د کمولو او لمنځه وړلو په هدف دغو ځوانانو په کابل ښار کې هر لاروي ته یوه سپینه پوکڼۍ ورکړه.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یو شمېر ځوانانو نن د جمعې په ورځ (جوزا/ غبرګولي ۷مه) د قومي او ژبني تعصب خلاف لاریون وکړ. لاریون کوونکو ویل چې د سیمه ییزو، قومي او ژبنیو جنجالونو ستړي شوي او نور په دې هیواد کي د قومونو ترمنځ د تبعیض زغم نه لري.

نژدې ۴۰ نجونې او هلکان نن سهار کابل کې لارو او کوڅو ته راووتل او د تعصب خلاف يي شعارونه ورکړل. دغو ځوانانو د اعتراض په توګه په سمبولیک ډول سپینې پوکاڼۍ هوا ته خوشي کړې.

پر دغو پوکاڼیو لیکلي و (Love you I)، یعني "درسره مینه لرم."

د جمعې ارامه ورځ د دې مدني فعالانو لپاره ښه فرصت و، ترڅو خپل غږ پورته کړي. دوی شاوخوا لس کیلومتره پر سایکلونو لاړل. یوه ګډونواله شکریه چې له خپلې خور سره یوځای وه، بي بي سي ته وویل، ستړې شوې نه دي، خو زړه تنګې شوي، له هغه څه چې هغې توکم پالنه او تعصب وبلل.

شکریه او خور يي چې دواړه زده کوونکي دي وایي، په دې کمپاین کي برخه اخیستل ورته ځکه مهم و چې دا کوچنی ګام خو د ستر هدف لپاره دی.

"«تا سره مینه لرم»، په دغه نامه مو دا پروګرام جوړ کړی. موږ ټول غواړو د افغانستان د ټولو خلکو ترمنځ تعصب ورک کړو. غواړو د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته د هېواد هر ګوټ کې چې دي او له هېواده بهر دي دا پیغام ورسوو."

د انځور حقوق Kawoon

د دې لاریون جوړونکي وايي، ددوی دغه پروګرام به دوې میاشتي دوام ولري. پر دغو پوکڼیو د افغانستان مختلفو قومونو ته خطاب شوی او لیکل شوي چې "درسره مینه لرم."

د قومي تبعیض او سیمه ییزو جنجالونو د کمولو او لمنځه وړلو په هدف دغو ځوانانو په کابل ښار کې هر لاروي ته یوه سپینه پوکڼۍ ورکړه.

د دې لاریون یو تن ګډونوال احمد صداق وايي، دا ګام ددې لپاره دی چې هر ډول تعصب ته نه وویل شي.

"موږ د افغانستان خلک یو له بل سره وروڼه خویندې یو، خپلو کې هیڅ ستونزه نه لرو. موږ ځوان نسل غواړو د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره کار وکړو. او غواړو خپل راتلونکي نسلونه وژغورو."

دغه پروګرام په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې پر کاروونکو د حاکمي فضا نه اغیزمن شوی دی. د دې پروګرام زیاتره برخه وال د ټویټر او فیسبوک غړي دي او دغه ډول حالت هره ورځ څاري.

په افغانستان کې وروستیو پيښو په ټولنیزو رسنیو کې د قومونو ترمنځ ځینې بحثونه راپورته کړي دي. دغه خبري ان یو بل ته تر سپکو سپورو ویلو رسېدلي دي. د افغانستان حکومت ویلي چې ټولنیزو رسنیو ته به هم اخلاقي اصول وضع کړي.

ورته مطالب