کابل کې مدني فعالانو د جنګي مجرمينو د محاکمې غوښتنه وکړه

Image caption دغو کسانو د افغان دولت او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې پر هوکړې نیوکه کوله

د "جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې" په نامه یوه بنسټ د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کړې چې دوی وايي جنګي جرمونه يې کړي دي.

دغو کسانو د افغان دولت او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې پر هوکړې نیوکه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د نوموړي نوم له تور ليسته نه باسي.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ ( ۲۸ مۍ) په کابل کې د دارلامان ماڼۍ مخې ته چې د کورنیو جګړو پرمهال ړنګه شوې، غونډه وکړه او په دې تړاو یې پرېکړه لیک صادر کړ.

دوی ویل چې "عدالت دې له سولې نه قرباني کېږي"، د یاد شوي بنسټ غوښتنه دا ده چې کومې ډلې د افغانستان په ورانولو او د خلکو په وژلو تورن دي باید چې محاکمې ته یې لاره هواره شي.

د "جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې" په نامه غورځنګ د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ شوی هوکړه لیک "ناسم" وباله.

د بنسټ په پرېکړه لیک کې ښاغلی حکمتیار د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو "ډېره وینې تویونکې" څيره بلل شوې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د نوموړي نوم له توره نوملړه لرې نه کړي.

بله غوښتنه یې داوه چې حکومت باید په خپلمنځي جګړو کې د ښکیلو تورنو کسانو د محاکمې لپاره د عدالت غوښتنې یوه لاره پرانيستې وساتي، چې عدالت د سولې قرباني نه شي.

د غورځنګ یو تن مشر سمیع دره اي وویل، د افغانستان دولت باید له وسله والو مخالفینو سره په سوله کې عدالت قرباني نه کړي.

دره ای وویل: "د افغانستان دولت د دې پر ځای چې عدالت تامین کړي، [له حزب اسلامي سره یې] ننګینه معامله کړې ده. دوی حکمتیار راولي، موږ یې په هېڅ ډول نه منو. موږ سوله غواړو، سوله باید وشي، خو عدالت باید قرباني نه شي، باید دا ډول کسانو ته ځانګړې محکمې جوړې شي."

همدا راز دغه غورځنګ غوښتنه کوله چې د ملي سولې منشور دې هم لغوه اعلان شي. دا منشور شاوخوا ۷ کلونه مخکې د افغانستان ملي شورا تصویب کړی و چې وروسته مخکینې ولسمشر حامد کرزي لاسلیک کړ.

دا منشور هغه کسان له عدلي او قضايي تعقیبه ژغوري چې په جنګي جرمونو او خپلمنځي جګړو تورن دي. اعتراض کوونکو د سولې بهیر نیمګړی وباله، چې په وینا یې حکومت اړ کوي د هغوی په ټکو "جنایتکارانو ته قلنګ" ورکړي.

ورسره همهاله د اسلامي جمیعت ګوند مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل ګوند پلویانو ته د یوې غونډې په ترڅ چې د اوسمهالو سیاسي مسایلو په اړه جوړه شوې وه، نوموړي د جمیعت اسلامي په استازیتوب وویل چې د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

هغه د چا نوم وانخست خو ویې ویل چې کومې مخالفې وسله والې ډلې سوله کوي اړینه ده چې پوځي او جګړه ییز فعالیتونه پرېږدي.

ښاغلي رباني په شمال کې د جمیعت اسلامي او جنبش اسلامي د یو شمیر پلویانو وسله والې نښتې ته هم اشاره وکړه، او ویې ویل چې دا ډول چارې سوله ییز بهیر ګډوډوي او ګټه یې د دغه هېواد دښمنانو ته رسېږي.

ورته مطالب