افغانستان کې د برېښنا بیې پر لوړېدو د صنعتکارانو اعتراض

د افغانستان د صنایعو ټولنې د وارداتي برېښنا ۲۵ سلنه بیې لوړېدو له امله د افغانستان دولت ته خبرداری ورکړی چې دا به کورني تولیدات او صنعت له رکود سره مخ کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې د ډالرو پروړاندې د افغانیو ارزښت لوېدو له امله یې افغانستان ته د صاداراتي برېښنا بیه ۲۵ سلنه لوړه کړې.

وړاندې د هر کیلوواټ برېښنا بیه دوه افغانۍ وه چې د نوې پرېکړې له مخې ۲،۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دا شرکت وایي، افغانستان له بهره برېښنا په ډالرو پېري او په هېواد کې یې په افغانیو پلوري.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې نن شنبه (جوزا/غبرګولي ۸مه) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د برېښنا بیې لوړېدل ددې لامل کېږي چې د تولیدي فابریکو دروازې وتړل شي او په افغانستان کې بیکاري لا پسې ډېره شي.

Image caption د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایي، د برېښنا بیې لوړېدل ددې لامل کېږي چې د تولیدي فابریکو دروازې وتړل شي.

ددې ټولنې رییس سخي احمد پیمان وویل، د افغانستان د صنعت کارانو لپاره د سوداګریزې برېښنا ټاکل شوې بیه د ټولو ګاونډیو هېوادونو په پرتله لوړه ده.

افغانستان کې د سوداګرو لپاره د هر کیلوواټ برېښنا بیه ۶ افغانۍ اعلان شوې چې د نوې پرېکړې په عملي کېدو سره به ۷،۵ افغانیو ته لوړه شي.

هغه وویل، اوسمهال په پاکستان کې د سوداګرو لپاره د یوه کیلوواټ بیه په افغانیو ۴ تر ۴،۵ افغانیو ده، ایران کې یوې افغانۍ سره برابره ده او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې هم یوه افغانۍ ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان ډېره برېښنا له بهره واردېږي.

ښاغلي پیمان ټینګار وکړ چې د افغانستان دولت له نوې پرېکړې سره د افغانستان صنایع له رکود سره مخ شي.

هغه وویل، دا بهیر کولی شي په افغانستان کې پر پانګونې ډېره بده اغیزه وکړي او ددې لامل به شي چې له دې هېواد پانګه وویستل شي.

ښاغلي پیمان د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي او خبرداری یې ورکړ که تولیدي فابریکې له ستونزو سره مخ شي، دولت به یې پروړاندې مسوول وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو بي بي سي ته وویلو د برېښنا د کموالي او نشتوالي له امله په سویلي ولایت کندهار، په ختیځ ولایت ننګرهار او لویدیځ ولایت هرات کې نژدې ۳۰۰ فابریکې له کاره لوېدلي دي.

په دې خبري ناسته کې د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار چې د افغانستان له صنعت کارانو د ملاتړ لپاره راغلی و، ژمنه وکړه چې د دولت له مشرانو سره به د برېښنا بیې کمولو په تړاو خبرې وکړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، یواځې د هغې برېښنا بیه لوړېږي چې افغانستان ته له بهره واردېږي او دا پرېکړه به پر هغې برېښنا اغیز ونه لري چې په کور دننه تولیدېږي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجیکستان او ازبکستان نه واردوي او نژدې ۳۰ سلنه برېښنا یې له کورنیو تولیداتو برابرېږي.

د انځور حقوق DAB
Image caption د افغانستان ډېره برخه برېښنا په غیر تجارتي برخو، کورنو کې لګېږي.

ورته مطالب