په افغانستان کې د سپورتي خبريالانو فدراسيون جوړ شو

د انځور حقوق .

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د لوبیزې برخې د خبریالانو فدراسیون جوړ شو چې خپله لومړنۍ ناسته یې نن په کابل کې وکړه.

اړونده چارواکي د دغه فدراسیون د جوړېدو موخه په ښه او مسلکي توګه د سپورت په اړه د معلوماتو رسول په ګوته کوي.

له کابله ملايکه احمدزۍ په خپل راپور کې کاږي له سلو ډېر خبریالان چې په افغانستان کې سپورتي خبرونه خپروي کابل کې په دغه غونډه کې را ټول شوي وو.

دوی چې د سپورتي برخې د خبریالانو د فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړی په خپله لومړنۍ عمومي غونډه کې د سپورت په تړاو په ښه ډول د معلوماتو د رسولو په اړه خبرې وکړې.

دوی چې د لوبیزې برخې د خبریالانو د فدراسیون غړیتوب ترلاسه کړی په خپله لومړۍ عمومي غونډه کې د سپورت په اړه د معلوماتو د لا ښې رسونې په تړاو خبرې وکړې.

د افغانستان ډیری رسنۍ اوس مهال سپورتي خبرونه خپروي.

د بډمېنټن د فدراسیون مشره مستوره ارزو د افغانستان د رسنیو له لارې د سپورتي خبرونو د خپرېدا په اړه وايي: ''د افغانستان سپورت ته ټولو رسنیو یوازې خپل دوه یا درې دقیقې وخت ځانګړی کړی دی، په داسې حال کې چې د اولمپیک ملي کمېټه، فدراسیونونه، بدنې روزنه هره ورځ خپل پروګرامونه لري یوازې په کابل کې نه بلکې په ولایتونو کې هم او دا دوه یا درې دقیقې اخبار ورته بسنه نه کوي هغه هم د خبرونو په پای کې''.

خو د بدني روزنې ریاست مرستیال ناصر هوتک وايي، خبریالان په خپلو رپوټونو کې یوازې د لوبغاړو په بریا او بایللو باندې تمرکز کوي. د سپورت او لوبغاړو په اړه نورو مسایلو په تړاو د ده په وینا یا معلومات نه لري او یا هم سلیقوي چلند کوي.

نوموړی وايي''په تېر کې زموږ خبریالان یا له سپورتي مسایلو سره اشنا نه وو یا یې سلیقه یي معامله درلوده او د افغانستان سپورت په یوه وړه محدوده کې د الف او بې ټیمونو د بریا او بایللو تر حده پاتې شوي.

ښاغلی هوتک زياتوي، سپورتي ستونزې په ښه توګه نه دي په ګوته شوې، که زموږ سپورتي خبریالانو له ژمنې سره سم کار کړی وای دا دومره فساد چې په سپورت کې دی نه به و"

د نوموړي په وینا لوبغاړي د سپورتي تغذيې په اړه معلومات نه لري.

د بدنی روزنې د ریاست چارواکو په وینا، دمګړۍ نژدې څلور میلیونه لوبغاړي د افغانستان په ۵۴ سپورتي څانګو کې موجود دي.

د سپورتي خبریالانو فدراسیون د نړیوال سپورتي خبریالانو فدراسیون په مرسته چې د نړۍ په ۱۹۴ هېوادونو کې استازولي لري رامنځ ته شوی.

دغه فدارسیون دمګړۍ پنځه کمېټې بدني روزنې، فوټبال، کرېکټ، مېرمنو او اولمپیک کمیټې لري چې په پام کې ده دا فدراسیون به هر کال خپلې ناستې جوړوي.

ورته مطالب