د طالبانو يوه ډله وايي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېناستی شي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له افغان طالبانو د بېلې شوې يوې ډلې يوه مشر په لومړي ځل اشاره کړې چې کېدی شي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته کېني.

د ملا رسول په مشرۍ ډلې مرستيال ملا عبدالمنان نيازی وايي که چېرې په افغانستان کې د ده په وينا د "اسلامي شريعي نظام او د بهرنيو ځواکونو" د وتلو ضمانت ورکړل شي د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته تيار دي.

د طالبانو دغه بېله شوې ډله وايي د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو باور لري او دوی غواړي د افغانستان کړکېچ د "بهرنيانو له منځګړيتوب پرته حل شي".

د دغې ډلې مرستيال ويلي، دوی له دولت سره د سولې خبرې نه دي پيل کړې، اوس مهال يې يوازې د جګړې او سولې پر وړاندې خپل سياست او دريځ ښودلی دی.

دغې ډلې ويلي له جګړې د لاس اخيستو شرطونه يې د يوه داسې نظام جوړول دي چې د شريعت پر قوانينو ولاړ وي او له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو وتل دي. هغه شرط چې وړاندې همېشه طالبانو ايښی.په هغه کې کوم بدلون ته اړتيا نشته. پرته له دې چې اوس غواړي خبرې مخامخ ترسره شي.

دغې ډلې ويلي چې مشر يې په افغانستان کې فعال دی او د افغانستان له پولو بهر د طالبانو د مشر له ټاکلو خوښ نه دي. همدا ډول دوی د طالبانو د نوي مشر ملا هبت ټاکل هم رد کړي دي.

دغه ډله، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له مړينې او د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا منصور له ټاکلو وروسته له طالبانو بېله شوې ده.

څو مياشتې وړاندې په هرات کې د ملا محمد رسول اخند او اختر محمد منصور د پلویانو ترمنځ جګړو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو چې ولسي وګړو ته په کې هم درانه زیانونه اوښتي وو.

ويل کېږي، د دغې ډلې مشر ملا رسول لادرکه شوی او اټکل دی چې په پاکستان کې بندي وي، خو د دغې ډلې مرستيال عبدالمنان نيازی وايي مشر يې خوندي دی او د اړتيا په وخت کې به څرګند شي.

د افغانستان د دولت يوه وياند شاه حسين مرتضوي د طالبانو د دغې ډلې د مشر د خبرو په تړاو ويلي، هره ډله چې د "ولسي وګړو له وژلو لاس واخلي، قانون اساسي ومني او خپلې اړيکي له ترهګرو ډلو سره پرې کړې د سولې دروازې يې پر مخ پرانيستې دي".

ورته مطالب