د غزني چارواکي یوبل په نه همغږۍ او نه همکارۍ تورنوي

د انځور حقوق Getty
Image caption غزني ولایت ۱۸ ولسوالۍ لري، چې ډېری یې ناامنه دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو له ډېرېدو سره سیمه يیز چارواکي یو بل په نه همغږۍ او نه همکارۍ تورنوي.

پولیس وايي پوځ ورسره همکاري نه کوي، خو د پوځ چارواکي بیا وايي چې پولیس له حالته ناخبره دي.

پاکستان کی د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېد وروسته دې ډلې د غزني په ځینو سیمو او ولسوالیو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي. چارواکي مني چې طالبانو په دې څو ورځو کي هڅه کړې چې د دې ولایت د ځینو ګڼ مېشتو ولسوالیو لارې بندې کړي. د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل وايي دغه کوښښونه يې کنټرول کړي دي. خو پر پوځ نیوکه کوي چې له پولیسو سره همکاري نه کوي:

''غزني ولایت کې تر ټولو لوی فشار د پولیسو د ډېرو کمو قطعو پرغاړه دی، ان زموږ د څانګو مامورینو خپلې شعبې پرېښې دي او دلته په سنګرونو کې جنګېږي، خو غزني ولایت کې اردو سالمه رهبري نه لري، خو ولسمشر او امنیت شورا هم باید واوري او له سره غور پرې وکړي. همدا شېبه د ارو د لېوا قومندان نشته، د اوپراسیون امر یې نه شته او د توپچي امر یې نه شته. دغه اتلس ولسوالۍ لرونکی ولایت تر ټولو ډېر زیانمن ولایت دی. موږ خو خپلې سینې ډال ګرځولې او دلته په سنګرونو کې پراته یو، خو افسوس د هغه چا په حال چې امتیازات اخلي او ملاتړ نه کوي او پر نورو کارونو بوخت دي''.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولایتي شورا غړي وايي که دولت د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه همږغۍ موضوع ته پام ونه کړي، وېره شته چې سیمه ییز چارواکي به په خپلمنځي اختلافاتو اخته وي او طالبان به له دې حالته ګټه پورته کړي.

امیر محمد په غزني کې ریس ارکان او د پوځ د درېیمې لیوا قومندان دی.

هغه د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همکاري نه مني، خو په مقابل کي يې امنیه قومندان د ځینو امنیتي پېښو په ناخبرۍ تورنوي:

''دده ټولې خبرې نامسؤولانه دي؛ ځکه زه په پنځمه نېټه د یوه راپور له مخې درې ته ولاړم، اصلاً قومندان صاحب خبر نه و، په شپږمه نېټه چې پر سړک ماین وچاودېد سړک د څو دقیقو لپاره بند و، امنیه قومندان صاحب هېڅ پرې خبر نه و، د غزني د امنیتي ارګانونو او د خلکو ترمنځ بشپړه همغږي شته، ملي اردو چې یو ملي بنسټ دی موږ د خلکو خدمت کوو''.

خو دغزني د ولایتي شورا ځینې استازي بیا وايي وېره لري چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي به په دې ولایت کې امنیتي حالت نور هم خراب کړي. د غزني د ولایتي شورا یو استازي حسن رضايي یوسفي بي بي سي ته وویل که د غزني حالت نور هم خراب شي، د غزني خلک به مرکزي حکومت د دې کار مسؤل وګڼي:

''د غزني خلک باید له والي او یا د لېوا له قومندان سره د زون د قومندان د سلیقوي اختلافونو پربنسټ ځان ناګاره واچوي، د دفاع وزارت چارواکي باید جدي پاملرنه ورته وکړي. که چېرې جدي پام ونه شي او هره ولسوالي چې له لاسه ووځي، زموږ طرف به د غزني چارواکي وي. نو موږ ټینګه غوښتنه کوو چې اختلافونه پرېږدي او د همغږۍ له لارې او د دوی د امنیت ټینګولو د وظیفوي دندو له مخې باید د خاورې او خلکو دفاع وکړي''.

د انځور حقوق Getty

د ولایتي شورا غړي وايي که دولت د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه همږغۍ موضوع ته پام ونه کړي، وېره شته چې سیمه ییز چارواکي به په خپلمنځي اختلافاتو اخته وي او طالبان به له دې حالته ګټه پورته کړي.

ورته مطالب