د پارلماني ټاکنو ترسره کولو لپاره د افغان دولت نوې هڅه

د انځور حقوق arg
Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د پارلماني ټاکنو بهیر چټکولو په موخه ولسمشر او اجراییه رییس د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له مشرانو سره کتلي.

د افغانستان ملي یووالي حکومت هڅه کوي ددې هېواد پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو بهیر چټک کړي چې ټاکل شوې د روان کال په مني کې ترسره شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په همدې موخه ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو نن سهار (جوزا/ غبرګولي ۱۱مه) د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې ګډونوالو د ټاکنو بهیر د چټکولو پر سر بحث وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، تېره ورځ دوشنبه، د افغانستان ملي امنیت شورا کې هم ددغو ټاکنو اړوند مسایلو باندې خبرې شوي او پرېکړه شوې چې د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ یو ټیم د ټاکنو امنیت اړوند مسایل او بل ټیم د مالیې وزیر په مشرۍ د ټاکنو مالي منابع اړوند موضوع ګانې تعقیب کړي.

د ملی امنیت شورا په ناسته کې حکومت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره یو ځل بیا خپله بشپړه اراده او ژمنه ښوولې او د ټاکنو امنیت لومړنۍ لارې چارې ارزول شوي او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې خپله وروستۍ طرحه برابره کړي.

Image caption افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې ددې هېواد په تاریخ کې ترټولو ناندریزې ټاکنې وې.

د افغانستان مالي وزارت ته دنده ورکړل شوې چې د ټاکنو د لګښت برابرولو لپاره له نړیوالو مرسته ورکوونکو سره خبرې وکړي او د ټاکنو لپاره د دولت مالي توان اندازې په اړه هم د دولت ژمنه څرګنده کړي.

د افغانستان ملي امنیت شورا د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی او اړونده بنسټونو ته یې ویلي چې د ټاکنو ترسره کولو قانوني بهیر پروګرامونه چټک کړي.

د افغانستان د اساسي قانون ۸۳ مې مادې له مخې، "د پارلمان د غړو د کار موده د پنځم کال د سرطان/ چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو پایلو تر اعلان وروسته، پایته رسېږي او پارلماني ټاکنې باید د ولسي جرګې د کاري دورې پایته رسېدو ۳۰- ۶۰ ورځې وړاندې ترسره شي."

په دې توګه باید د افغانستان پارلماني ټاکنې د۱۳۹۴ کال د ثور/غویي یا جوزا/غبرګولي میاشتې کې ترسره شوي وای، خو دولت ونشوای کولی په ټاکل شوي وخت ټاکنې ترسره کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د غبرګولي په ۲۹مه اعلان وکړ چې د راتلونکو ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې یې د ولسي جرګې د کار دوام پرېکړه کړې.

"تخنیکي او مالي ستونزې او د هېواد په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو اړتیا"، د افغانستان د پارلماني ټاکنو د ځنډ لامل اعلان شو.

د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لګښت ۱۲۰ میلیونه ډالر اټکل شوی.

Image caption د افغانستان حکومت د راتلونکو ټاکنو لپاره لا هم ډېرو ننګونو سره مخ دی.

افغانستان کې د ټاکنو ترسره کېدو پروړاندې ننګونې

افغانستان کې د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو لپاره د ملي یووالي حکومت جوړېدو هوکړه لیک له مخې باید ددې هېواد ټاکنیز نظام اصلاح شي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون، د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره خپل وړاندیزونه تر پنځه میاشتني کار وروسته د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ په ۳۰ مه د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وړاندې کړل.

د رایې ورکونې د ټولو کارتونو باطلول چې تردې وړاندې وېشل شوي، پر "موازي سیسټم" د اوسني "واحدې او د نه لېږد وړ رایې سیسټم" بدلول، لویو ټاکنیزو سرغړونو او د ټاکنو پر ترسره کوونکو کمیسیونو د شکایتونو څېړلو لپاره د روڼتیا په نوم کمېټې جوړول او په کمیسیونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو نوي شرایط په دغو وړاندیزونو کې وو.

د افغانستان دولت تراوسه ددغو وړاندیزونو د عملي کولو لپاره ګام نه دی پورته کړی او یواځې یې د ټاکنیزو کمیسیونو د غړو غوره کولو لپاره د غوراوي کمېټه جوړه کړې چې هغه هم تراوسه کوم کار نه دی کړی.

ټاکل شوې وه چې دولت په ټاکنو کې د درغلۍ مخنیوي لپاره، الکترونیکي تذکرې وویشي، خو د افغانستان د نفوسو د احوال ثبت قانون او تذکره کې د افغان کلمې نه لیکلو پر سر د جنجالونو له امله دا بهیر له بن بست سره مخ شو او پیل نه شو.

اوسمهال اړتیا ده چې د نفوسو احوال ثبتولو قانون او ددې هېواد د ټاکنو قانون د ولسي جرګې لخوا تصویب شي. پر دې سربېره، د ټاکنو کمیسیون رییس ځایناستی وټاکل شي چې له خپلې دندې یې استعفا وکړه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو نورو غړو کې هم بدلون راشي، چې دا ټول کارونه وخت ته اړتیا لري.

وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و چې ښاغلي غني د ملي شورا له غړو سره تر مشورې وروسته د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو فرمان لاسلیک کړی دی.

خو تراوسه ولسي جرګې دغه فرمان تایید یا رد کړی نه دی.

ورته مطالب