کندوز چارواکي: طالبانو ۱۲ برمته کړي مسافر وژلي

د انځور حقوق d

د کندوز ولایت ویاند وایي، طالبانو د ۲۰۰ برمته کړو کسانو له ډلې لږ ترلږه ۱۲ تنه وژلي دي.

محمود دانش بي بي سي ته وویل، طالبانو تېره شپه د کندوز به علي اباد ولسوالۍ کې شپږو مسافر وړونکو موټرو مسافر چې له کابله تخار او بدخشان ته روان و، ښکته کړل او له ځانه سره یوړل.

ښاغلي دانش زیاته کړه، د پولیسو د معلوماتو له مخې، طالبانو له دې ډلې ۱۲ کسان وژلي او ۱۵۰ کسان یې نن سهار (جوزا/ غبرګولي ۱۱مه) خوشي کړي دي، خو لږ ترلږه ۳۵ مسافر لا هم ورسره دي.

د کندوز ولایت ویاند وویل، تراوسه څرګنده نه ده چې طالبانو دغه کسان چېرته لېږدولي دي، خو امنیتي ځواکونه د برمته وو د ژغورنې هڅه کوي.

د هغه په خبره، لا هم ددې انسان تښتونې دلیل او انګېزه څرګنده نه ده.

محمود دانش وویل چې ټول مسافران ملکي وګړي دي.

کندوز د افغانستان په شمال کې له ناامنو ولایتونو دی چې طالبانو یې په ځینو برخو کې نفوذ لري.

تېر کال دغه ډله وتوانېده چې د درېیو ورځو لپاره د کندوز ستراتیژیک ښار ونیسي.