'درې کلنې جګړې په کور د ننه ۱٫۲ میلیون افغانان بې ځایه کړي'

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت د دغه رپوټ په غبرګون کې وویل، د بخښنې د نړیوال بنسټ له خوا له وړاندې شویو شمېرو سره موافق نه دي، خو ویې منله چې د داخلي بې ځایه کډوالو پالیسي هغه چې باید وای، عملي شوې نه ده.

د بخښنې نړیوال بنسټ پخپل تازه رپوټ کې ویلي، په تېرو درېوو کلونو کې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو شمېره درې برابره لوړه شوې ده. د دغه بنسټ موندنې ښيي چې بې ځایه شوي کډوال چې د جګړو له امله یې خپلې سیمې پرې اېښي، له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

د بخښنې نړیوال بنسټ ( ماشومان به مې پدې ژمي کې له یخنۍ مړه شي، تر عنوان لاندې پخپل تازه رپوټ کې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو وضعیت او پر وړاندې یې د دولت ژمنې ارزولي دي.

د یاد بنسټ د جنوبي اسیا د برخې مشرې چمپا پاټېل وویل، افغانستان ته د نړیوالو پاملرنه کمه شوې، چې له امله یې داخلي بې ځایه شوي کډوال له ستونزو سره مخامخ دي. اغلې پاټېل په کابل کې خبریالانو ته وویل، په تېرو درېوو کلونو کې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو شمېره درې برابره لوړه شوې او هیله منه نه ده چې دا کړکېچ دې را کابو شي:

د انځور حقوق Getty
Image caption د بخښنې نړیوال بنسټ، د داخلي کډوالو په اړه د افغان دولت پالیسي چې په ۲۰۱۴ کال کې تصویب شوې، نه تر سره کېدونکې ژمنه وبلله او ویې ویل، تر اوسه دغه پالیسي عملي شوې نه ده او خلکو ته یو بڅری خیر هم نه دی رسېدلی.
د انځور حقوق Getty
Image caption د بخښنې د نړیوال بنسټ موندنې ښيي چې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو په برخه کې د دولت د ژمنو سره سره، کډوال لا هم د اوسېدو ځای، د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او له زده کړه ییزو فرصتونو لرې دي.

''په کور دننه بې ځایه شویو په اړه غواړم یوه مهمه خبره وکړم، چي د ۲۰۱۲ کال نه تر ۲۰۱۶ پورې په کور دننه بې ځایه شویو په شمېر کې تر ۵۰٪ ډېر زیاتوالی راغلی. او ددې ډراماټیکي زیاتوالي لاملونه شته، چې جزییات به یې وړاندې کړو، خو اوس غواړم ووایم چې دغه ۱.۲ میلیونه بې ځایه شوي مستقیماً د جګړو او نا امنیو قربانیان دي، نو دا خلک له پاکستانه او ایرانه نه دي راستانه شوي، دا هغه خلک دې چې خپلې سیمې یې د جګړو او نا امنیو له وجهې تر شا پرېښې.''

د بخښنې د نړیوال بنسټ موندنې ښيي چې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو په برخه کې د دولت د ژمنو سره سره، کډوال لا هم د اوسېدو ځای، د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او له زده کړه ییزو فرصتونو لرې دي.

د بخښنې نړیوال بنسټ، د داخلي کډوالو په اړه د افغان دولت پالیسي چې په ۲۰۱۴ کال کې تصویب شوې، نه تر سره کېدونکې ژمنه وبلله او ویې ویل، تر اوسه دغه پالیسي عملي شوې نه ده او خلکو ته یو بڅری خیر هم نه دی رسېدلی.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Getty

دغه بنسټ وړاندیز کړی چې نړیواله ټولنه او افغان دولت دې په ګډه د داخلي بې ځایه شویو کډوالو کړکېچ ته ژر تر ژره حل لار ولټوي.

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت د دغه رپوټ په غبرګون کې وویل، د بخښنې د نړیوال بنسټ له خوا له وړاندې شویو شمېرو سره موافق نه دي، خو ویې منله چې د داخلي بې ځایه کډوالو پالیسي هغه چې باید وای، عملي شوې نه ده.

د دغه وزارت مشاور بي بي سي ته وویل، د داخلي بې ځایه شویو کډوالو لپاره لازمه بودیجه نه لري او د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او په ولایتونو کې د ظرفیتونو په برخه کې هم ستونزې موجودې دي.

د انځور حقوق Getty

ورته مطالب