د غزني پر استیناف محکمې ځانمرګي برید ۱۰ کسان وژلي

Image caption لومړی یوه برید کوونکي پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د استیناف پر محکمې د طالبانو ډله ییز ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي، چې له څو دقیقو جګړې وروسته درې نور ځانمرګي برید کوونکي هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یوولس کسان ټپیان شوي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په برید کې یو پولیس او پنځه ولسي وګړي وژل شوي.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل وویل، برید کوونکي د پولیسو په یونیفورم کې راغلي، په بې غږه تومانچې یې یو ساتونکی وژلی او د محکمې ودانۍ ته ننوتلي دي:

''موږ راپور درلود، چې په دې ورځو کې پر قومندانۍ، ولایت او محکمې بریدونه کېږي، په تېره بیا ددوی اصلي هدف محکمه و، ځکه غوښتل یې چې له بې غږه تومانچو پکې ګټه واخلي. برید کوونکي د پولیسو په یونیفورم کې په منظم ډول راغلل، په تومانچه یې ساتونکی وواژه. په لسو دقیقو کې درې ځانمرګي برید کوونکي ووژل شول او یوه یې ځانمرګی برید وکړ''.

ښاغلی امرخېل وايي، د استیناف محکمې مشر سکندر حیدري هم سربېرن ټپي شوی دی.

نوموړی وايي، په سیمه کې یو تونس موټر ولاړ دی، چې اوس یې په اړه پلټنه روانه ده چې ایا برید کوونکي په همدې موټر کې راغلي او له چاودېدونکو توکو یې ډک کړی او که څنګه.

Image caption په برید کې د غزني د استیناف محکمې مشر سربېرن ټپي شوی

د غزني د ملکي روغتون مشر باز محمد همت وايي، د پېښې له ځایه دوه مړي او ۱۱ ټپیان وروړل شوي. دی وايي په ټپیانو کې دوې ښځې هم دي او په وژل شویو کې د محکمې یو ساتونکی پولیس او بل صفاکار دی.

برید د چارشنبې په ګهیځ د محکمې د یوه ساتونکي پولیس له وژل کېدا وروسته هغه مهال پیل شو، چې څلور ځانمرګي برید کوونکي د محکمې ودانۍ ته ننوتل، یوه یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول او درې نور له امنیتي ځواکونو سره په جګړې کېوتل.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د غزني ولایت په مرکز کې پر څارنوالۍ او محکمې یې برید کوونکو بریدونه کړي او ودانیو ته ننوتلي دي.

مجاهد ادعا کړې، برید داسې مهال شوی، چې د څارنوالۍ مخې ته ګڼ پولیس راغونډ شوي وو، چې په وینا یې یوشمېر یې وژل شوي، خو د غزني چارواکي یوازې د یوه پولیس د وژل کېدو خبره مني.

Image caption د غزني امنیه قومندان وايي، برید کوونکي د پولیسو په یونیفورم کې محکمې ته ورغلي

دوې ورځې وړاندې، د غزني ولایت امنیتي چارواکو د طالبانو د فعالیتونو له ډېرېدا سره یو پر بل د نه همغږۍ او نه همکارۍ تور لګولی و.

پولیس وايي پوځ ورسره همکاري نه کوي، خو د پوځ چارواکي بیا وايي چې پولیس له حالته ناخبره دي.

پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته دې ډلې د غزني په ځینو سیمو او ولسوالیو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي.

چارواکي مني چې طالبانو په دې څو ورځو کي هڅه کړې چې د دې ولایت د ځینو ګڼ مېشتو ولسوالیو لارې بندې کړي.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل وايي دغه کوښښونه يې کنټرول کړي دي. خو پر پوځ نیوکه کوي چې له پولیسو سره همکاري نه کوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولایتي شورا غړي وايي که دولت د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ موضوع ته پام ونه کړي، وېره شته چې سیمه ییز چارواکي به په خپلمنځي اختلافاتو اخته وي او طالبان به له دې حالته ګټه پورته کړي.

خو غزني کې د پوځ د درېیمې لیوا قومندان امیر محمد د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همکاري نه مني، او په مقابل کي يې امنیه قومندان د ځینو امنیتي پېښو په ناخبرۍ تورنوي.

د ولایتي شورا غړي وايي که دولت د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ موضوع ته پام ونه کړي، وېره شته چې سیمه ییز چارواکي به په خپلمنځي اختلافاتو اخته وي او طالبان به له دې حالته ګټه پورته کړي.

ورته مطالب