افغان حکومت بایو ميټریک سیسټم ته د طالبانو لاسرسی ردوي

د انځور حقوق UNIAN
Image caption بایومیټریک سیستم په بشپړ ډول خوندي دی او هغه ته لاسرسی ممکن نه دی

افغان حکومت، د افغان امنیتي ځواکونو بایو میټریک سیستم ته د طالبانو لاسرسي راپورنه ردوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بایومیټریک سیستم ساتنه په کلکه سره کېږي او هغه ته لاسرسی امکان نه لري.

د معلوماتي ټکنالوژي کارپوهان هم وايي، د معلوماتو زېرمې ته له لاسرسي پرته، د لویو لارو پر سر د یوه ماشین له لارې د کسانو معلومول امکان نه لري.

د کندوز بغلان پر لویه لار د لسګونو مساپرو تښتولو او له هغې ډلې د طالبانو له خوا د لسو تنو له وژلو وروسته، یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې طالبانو د بایو میټریک سیستم په کارولو سره افغان سرتېري د تښتول شویو کسانو په ډله کې پېژندلي دي.

بایومیټریک هغه سیستم دی چې په هغه کې د امنیتي کارکوونکو، د پاسپورټ اخیستونکو، د موټر چلونکو جواز او د جنايي مجرمینو او د نیول شویو وسله والو مخالفینو ځانګړنې ثبتیږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption کارپوهان هم دا مني چې د معلوماتو زېرمې ته له لاسرسي پرته، د یوه کمپیوټر له لارې د کسانو معلومول امکان نه لري کارپوهان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل بایومیټریک سیستم په بشپړ ډول خوندي دی او هغه ته د وسله والو لاسرسی ممکن نه دی.

د ښاغلي صدیقي په وینا هغه سیمه ییز بایو میټریک سیستم چې په ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او مجرمینو د هویت پېژندنې ثبت لپاره کارول کېږي، له هغې لارې د کسانو پېژندل ممکن نه دي.

د معلوماتي تکنالوژۍ کارپوهان هم دا مني چې د معلوماتو زېرمې ته له لاسرسي پرته، د لویو لارو پر سر د یوه ماشین او یا کمپیوټر له لارې د کسانو معلومول امکان نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي، په دې اړه تر ادعاو وروسته یې کره څېړنې ښيي، چې بایو میټریک سیستم ته د طالبانو لاسرسي خبرونه نا سم دي او دا د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو تبلیغاني جګړه بولي.