افغان دولت هڅه کوي د اعدام سزا محدوده کړي

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلي دانش تېره ورځ چهارشنبه (جوزا/ غبرګولي ۱۲مه) د اروپایي ټولنې – د افغانستان بشري حقونو په دویمه ناسته کې خبرې کولې.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي، ټاکل شوې دا هېواد د جزاء قانون په تعدیلولو سره د اعدام حکم محدود او د اوسمهال په پرتله لږ کړي.

د ښاغلي دانش په خبره، د افغانستان دولت په پام کې لري د اکثرو جرمونو لپاره چې اوسمهال د جزاء په قانون کې ورته د اعدام سزا ټاکل شوې، د عمري بند سزا غوره کړي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال پر رسمي فسبوک پاڼې لیکل شوي، ښاغلي دانش تېره ورځ چهارشنبه (جوزا/ غبرګولي ۱۲مه) د اروپایي ټولنې – د افغانستان بشري حقونو په دویمه ناسته کې ویلي، په دې کې شک نشته چې اعدام درنه سزا ده او د یوه انسان د ژوند لمنځته تللو لامل کېږي.

ښاغلي دانش ویلي، په اسلامي شریعت کې هم د قصاص په فلسفه کې راغلي چې قصاص یوازې ددې لپاره پلی کېږی چې د ژوند ژغورلو سبب شي. یعنې اعدام او قصاص یوازې ددې لپاره دی چې د نورو د ژوند ساتلو لپاره خوندي او امنه فضا رامنځته شي.

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان ولسمشر دویم مرستیال وایي، اوسمهال دې هېواد کې نژدې ۷۰۰ کسان پر اعدام محکوم دي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال زیاتوي، "زموږ د جزایي قوانیو له مخې د اعدام حکم صادرول، په ځانګړو حالتونو پورې محدو دي، یعنې ۵ مورده دي. قصدي وژنه، ټولیزه وژنه، چاودنه چې وژنه ولري، لار شکونه چې وژل ورسره وي او هغه جرمونه چې د افغانستان خاوره د بهرنیو په واک کې ورکړي او د افغانستان ځمکنۍ پشپړتیا او خپلواکۍ ته زیان واړوي."

هغه وویل، د اعدام حکم عملي کېدل، د عادلانه محاکمې ټولو پړاونو بشپړولو لپاره د افغانستان د ولسمشر لاسلیک پورې تړلی دی او اوسمهال نژدې ۷۰۰ کسان پر اعدام محکوم دي، خو ولسمشر یوازې څو مورده لاسلیک کړي، نو له دې سره د اعدام حکم پلی کېدل عملا ځنډېدلی دی.

څو اونۍ وړاندې د افغانستان دولت اعلان وکړ، د کابل مرکزي پلچرخي زندان کې یې شپږ کسان اعدام کړي چې په څو ترهګریزو بریدونو کې، له ډلې یې د افغانستان پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا رییس برهان الدین رباني په وژلو کې یې برخه لرله.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هغو سره به پرېکنده عمل وکړي او په سزا ورکولو کې به یې ځنډ ونه کړي چې د افغانستان د بېګناه خلکو او پوځیانو وینې تویوي.

ددغو شپږو کسانو اعدامېدو، بېلابېل عمدتا مثبت او یوه اندازه منفي غبرګونونه راوپارول.

کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ددغو کسانو پر اعدام خواشیني وښوده او ویې ویل چې د خلکو اعدام د امنیت په ټینګښت کې مرسته نه کوي.

دغه سازمان د افغانستان دولت وهڅوه چې قانون کې بدلون ته مخه کړي، ترڅو د اعدام حکم پر عمري بند واوړي.

افغانستان کې د وروستیو کلونو اعدامونه

  • له ۲۰۰۱ کال راهیسې، کله چې ولسمشر کرزی د هېواد واکمن و، د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه پورې په افغانستان کې نژدې ۵۱ کسان اعدام شوي، چې د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۱۲ تر نومبر میاشتې پورې نژدې ۲۰۰ کسان د اعدام په لیست کې وو.
  • د اعدام نړیوالې وېبپاڼې ویلي، شاید د اعدام په لیست کې د شاملو کسانو شمېر ۵۰۰ ته ورسېږي، چې ۱۳۱ یې په ۲۰۰۸ کال، ۱۳۳ په ۲۰۰۹ او نژدې ۱۰۰ کسان په ۲۰۱۰ کال کې په اعدام محکوم شوي وو.
    د انځور حقوق NDS
    Image caption د اعدام وروستۍ حکم پر دغو شپږو کسانو پلی شو چې د افغانستان حکومت وویل په "ترهګریزو" بریدونو کې ونډه لري.
  • د طالبانو د رژیم تر ړنګېدا وروسته، په افغانستان کې لومړی ځل په ۲۰۰۴ کال د اعدام حکم د مجاهدینو پر یوه پخواني قومندان عبدالله شاه د کابل په یوه زندان کې په مرمۍ په سر ویشتلو سره تطبیق شو، چې د وژنې په تور نیول شوی او مجرم پېژندل شوی و.
  • د ۲۰۰۷ اکتوبر کې ۱۵ کسان اعدام شول، چې یو پکې د درو بهرنیو خبریالانو په وژلو مجرم پېژندل شوی و.
  • په ۲۰۰۸ کال هم ۱۷ کسان په افغانستان کې اعدام شول، چې اوه یې په ډله ییز ډول په مرمیو وویشتل او اعدام شول.
  • په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې هم ځینې کسان اعدام شول.
  • په ۲۰۱۱ کال کې، یو کس په جلال اباد کې پر یوه بانک د برید او د ځینو کسانو د وژلو په جرم اعدام شو.
  • په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۱۴ کسان اعدام شول، چې یو پکې د عبدالصبور په نامه یو افغان سرتېری و، چې کاپیسا کې یې څلور فرانسوي سرتېري وژلي وو.
    د انځور حقوق NDS
    Image caption ملي امنیت ریاست رییس خدیداد افغانستان کې ترټولو خطرناکې جنایتکارې ډلې مشر بللی و.
  • په ۲۰۱۳ کال کې هم افغانستان کې دوه کسان اعدام شول. پر دواړو کسانو په لوېدیځ هرات ولایت کې د یوه اته کلن ماشوم د تښتونې او بیا وژنې تور و.
  • په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان حکومت د کابل په پغمان کې د ډله ییز جنسي تېري پنځه عاملان او د انسان تښتونې او غلو یوې ډلې مشر حبیب استالف اعدام کړل. دا کسان وځړول شول.
  • په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان ملي امنیت ریاست تایید کړه چې افغانستان کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر سید الله مشهور په رییس خدایداد اعدام شوی. ملي امنیت نوموړی افغانستان کې ترټولو خطرناکې جنایتکارې ډلې مشر بللی و.
  • ۲۰۱۶: څو اونۍ وړاندې د افغانستان دولت وویل، شپږ کسان یې د پلچرخي په زندان کې اعدام کړي چې په څو ترهګریزو بریدونو کې، له ډلې یې د افغانستان پخواني ولسمشر او سولې عالي شورا رییس برهان الدین رباني په وژلو کې برخه لرله. دا کسان وځړول شول.

ورته مطالب