د افغانستان کورنیو چارو وزارت طالبانو پرضد ' ۱۷ ځانګړي عملیات' کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې د طالبانو پرضد ۱۷ ځانګړي عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۸ اورپکي وژل شوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا عملیات په سوېل کې په زابل، غزني، هلمند، پکتیا او لوګر او په شمال کې په فاریاب او پلازمېنه کابل کې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د قاري امین او سنګري په نومونو د طالبانو دوه قومندانان هم په وژل شویو کې دي چې په زابل او ننګرهار ولایتونو کې یې فعالیت درلود.

دغه وزارت د ۱۷ عملیاتو په باره کې نور جزییات نه دي ورکړي او همداراز د هغوی نورو کسانو په تړاو یې هم ډېر جزییات نه دي ورکړي چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي.

د طالبانو ډلې ادعا کړې چې په فاریاب، نیمرزو، فراه، هلمند او کندهار کې یې دولتي ځواکونه په نښه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې چې له ډلې یې کندهار کې د پولیسو یو سیمه ییز قومندان وژلی دی.

تراوسه د دواړو لورو ادعاوې په مستقله توګه نه دي تایید شوي.

ورته مطالب