"بریتانیا کې باید د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وشي"

د انځور حقوق ARG
Image caption د ښاغلي غني په خبره په دې لړ کې د انسانانو قاچاق کونکو او جنايي مجرمانو شبکې رول لري، چې له دغې لارې ډېرې پېسې مومي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا له دفاع وزیر مایکل فالن سره لیدنه کې ویلي، باید له افغان کډوالو سره چلند او د هغوی د دوسیو څېړنه له قانون سره سمه او د دوی حقونو ته د درناوي پر بنسټ وشي.

په هغه اعلامیه کې، چې ارګ نن ( پنجشنبه جون دویمه ) خپره کړې، د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، له افغانستانه د دغه هېواد د وګړو کډوالۍ موضوع پیچلې ده او باید اروپا ته د کډوالو جذب موضوع وارزول شي.

د ښاغلي غني په خبره په دې لړ کې د انسانانو قاچاق کونکو او جنايي مجرمانو شبکې رول لري، چې له دغې لارې ډېرې پېسې مومي.

ښاغلي غني زیاته کړه، د افغانستان حکومت مسوولیت لري، د هغو افغانانو لپاره چې هېواد ته ستنیزي له وس سره سم د مناسب ژوند تېرولو زمینه برابره کړي. ښاغلي فالن په دغه لیدنه کې ویلي، د کډوالو موضوع د کابل او لندن خپل منځي اړیکو پر څرنګوالي اغیز کولای شي، ځکه وايي د پخوا برخلاف اوسنی افغان حکومت د کډوالو شړل نه مني.

بریتانیا کې په ترتیب د ایران، پاکستان، عراق، اریټریا او افغانستان اوسېدونکي د پناه غوښتنه کوي. ۳۱۳۳ افغانانو په ۲۰۱۵ کال کې د پناه غوښتنه کړې او دې سره یې هېواد پنځم ځای لری. ۲۰۱۵ کال کې

د انځور حقوق ARG
Image caption په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د امنیتي همکاریو پر موضوع هم خبرې کړې.

بریتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر د ۲۰۱۴ کال پرتله دوه برابره ډېر شوی. امنیتي همکارۍ په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د امنیتي همکاریو پر موضوع هم خبرې کړې.

په هغه خبر پاڼه کې چې کابل کې د بریتانیا سفارت خپره کړې، د ښاغلي فالن له قوله ویل شوي، چې افغان امنیتي ځواکونه په خپل هېواد کې د عملیاتو مشري کوي او بریتانوي ځواکونه یې د ملاتړي رول لري.

د بریتانیا دفاع وزیر دغه راز ویلي هېواد یې په سیمه او بریتانیا کې د سولې او ثبات لپاره افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستو کې د مرستې کولو پر خپلو ژمنو ټینګ ولاړ دی.

د بریتانیا دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې.