مودي: افغانستان سره د هند ژمنتیا هېڅ پولې نه لري

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي چې د سلما بند پرانستلو لپاره د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات ته تللی و او د افغانستان بیا رغونې لپاره یې د خپل هېواد هراړخیزه ژمنتیا اعلان کړه.

ښاغلي مودي په دغو مراسمو کې وویل، "د هند امکانات ښایي محدود وي، خو "[افغانستان سره] د هند ژمنتیا هېڅ پولې او حدود نه لري. زموږ سرچینې ښايي کمې وي، زموږ اراده تر محدودیتونو اوړي." هغه زیاته کړه، د هند ژمنتیا د نورو هېوادونو په څېر زماني محدودیت نه لري.

ښاغلي مودي نړیوالو ناارامیو ته په اشارې سره وویل، د دې عصر د نا ارامیو پراخېدو پر مهال، نړیوال نشي کولی د ځان او نړۍ د دفاع لپاره د افغانستان د خلکو مبارزه له پامه وغورځوي.

هغه د افغانستان له چارواکو سره ژمنه وکړه چې افغانستان به هېر نه کړي او دې هېواده ته به شا نه کړي.

مودي وویل، "ستاسو ملګرتیا زموږ وياړ او ستاسو د خیالونو تعبیر زموږ دنده ده."

د هند لومړي وزیر د کابل – ډیلي ترمنځ اړیکو پر وړاندې سیاسي او جغرافیایي خنډونو ته په اشارې وویل، هېواد به یې په روڼتیا او هدفمنده توګه خپل تګلوري ته دوام ورکړي، که څه هم په دې برخه کې مقاومت او بدګوماني شته.

د انځور حقوق arg
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني د هند لومړي وزير مودي ته د غازي امان الله خان مډال ور کړ

هغه زیاته کړه، افغانستان سره د مرستې لپاره د هند اراده پیاوړې ده او دلیل یې هم د افغانستان پر خلکو د هند اعتقاد او باور دی.

ښاغلي مودي، دې ته په اشارې سره چې د افغانستان روښانه راتلونکي شک نه لري وویل، "هرڅومره چې لاره ګرانه او اوږده وي، ډاډه یم چې هېڅ زور او قدرت نشي کولی د هغه برخلیک خنډ شي چې د افغانستان خلکو ځان ته غوره کړی دی."

ښاغلي مودي وویل، هېواد یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه له افغانستانه د یوه امن، بریالي، متحد او دیموکراتیک ملت لرونکي په توګه دفاع کړې او دې هدف ته د رسېدو لپاره به د افغانستان له خلکو سره په کلیو او کروندو کې په ګډه کار وکړي.

هغه د سلما بند پرانستې ته په اشارې وویل، "دا طرحه نه یوازې کورونه روښانه کوي او ځمکې خړوبوي، بلکې یوې سیمې ته ژوند وربښي او هیلې ژوندۍ کوي".

د هغه په وینا، دا بند یوازې د ۶۴۰ کلیو ځمکې نه خړوبوي، بلکې په سیمه کې تر ۲۵۰ زرو ډېر کورونه روښانه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا بند ۳ کیلومتره پلنوالی – ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰۷ متره لوړوالی لري. دا بند دا راز د ۶۴۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري

ښاغلي مودي افغانستان کې تېرو څو لسیزو جګړو ته په اشارې سره وویل، دا جګړې نه یوازې د افغانستان د ویجاړۍ سبب شوې، بلکې د دې هېواد "یو نسل یې تباه کړ".

د مودي په وینا، دا بند په خښتو او سیمټو نه دی جوړ شوی، بلکې د دواړو هېوادونو په باور او ملګرتیا او د هندوستان او افغانستان د خلکو پر زړورتیا جوړ شوی دی.

نوموړي له هغو کسانو په ستاینې سره چې د دې بند جوړولو په لاره کې قرباني شوي، وویل، "زموږ د خلکو وینې، خولې او اوښکې له دې خاورو سره يو ځای شوې او زموږ ترمنځ یې یو دايمي پیوند رامنځته کړی چې پر دې خاورې لیکل شوی. داسې پیوند چې موږ ته زموږ لرغوني اړيکي رایادوي."

افغان ولسمشر محد اشرف غني هم په دغو مراسمو کې وویل، د ښې راتلونکې جوړولو لپاره د افغانستان د خلکو اراده پیاوړې ده.

ښاغلي غني زیاته کړه: "موږ په دې لاره کې یوازې نه یوو. موږ د خلکو کورونو ابادولو لپاره د الله(ج) او ورپسې د نړۍ او سیمې ملاتړ لرو. د ځان ترڅنګ د هندوستان په څېر سوله او ابادي غوښتونکي هېوادونه لرو، چې زموږ په ښادیو او په غم غمجن دي."

د انځور حقوق ARG
Image caption په هرات کې د ښاغلي مودي تود هرکلی وشو

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان به هم د هغو ملګرو د سړو او ګرمو ورځو ملګری وي چې د دې هېواد ابادېدل غواړي.

د افغانستان ولسمشر وویل، د کابل دولت پر هغو سختو لارو خبر دی چې پرمخ یې لري او زیاته یې کړه چې ویجاړول اسان دي، خو ابادول ګران.

ښاغلي غني کوم ځانګړي هېواد ته اشاره و نه کړه خو ویې ویل، دوو هېوادونو هند او افغانستان "د یو شمېر نورو پر خلاف چې عمده هنر یې ړنګول او د ویجاړۍ پیغام استول دي، د ابادولو سخت مسوولیت پر اوږو اخستی، تر څو دې ګډې موخې ته چې د بیوزلۍ لمنځه وړل دي ورسېږو."

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانستان به همدلته پاتې نه شي. پر ننګونو او ستونزو او د ځوانانو قرباني کېدو د ترهګرۍ، سخت دريځۍ او د دې جګړې د لګښت زغملو سره، هره ورځ چې تېرېږي د پراختیا او ابادۍ پرلور نوی ګام اخلي.

هغه وویل، دا په دې معنا ده چې د افغانستان د ملت اراده د ګواښونو پروړاندې نه کمزورې کېږي او د هیلې رڼا چې د دې هېواد د خلکو په زړونو کې رامنځته شوې، نه مړه کېږي.

د دې پروژې په اړه نور معلومات:

ورته مطالب