سرپل: د طالبانو د بريد په ترڅ کې اووه تنه وژل شوي

Image caption چارواکي وايي په پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي

د افغانستان په شمال کې د سرپل ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت د سانچارک ولسوالۍ د امنيت د مدير په ګډون اووه تنه د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې وژل شوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې وسله والو طالبانو پر امنيتي ځواکونو بريد کړی.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وايي په پېښه کې "د سانچارک د امنيت مدير شرف الدين، مرستيال يې کفايت الله، درې ساتونکي او دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي چې يو په کې ماشوم دی".

د ښاغلي اماني په وينا تراوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.

چارواکي وايي پر دغو کسانو هغه مهال بريد شوی چې د لنګر په سيمه کې له يوې دعا څخه بېرته راروان وو.

په دی ورستیو کې په شمالي ولایتونو کې د دولت د مخالفینو په فعالیتونو او بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

ورته مطالب