بلخ: د دوو پخوانيو قومندانانو تر منځ نښتې مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق f

د افغانستان شمالي ولایت بلخ د شولګرې په ولسوالۍ کې د دوو پخوانیو جهادي قومندانانو تر منځ وسله واله نښته شوې ده.

پېښه د شولګرې ولسوالۍ د کرنای ساي په سیمه کې سهار مهال پيل او تر غرمې يې دوام درلود.

چارواکو منلې، چې د جمعیت د دوو پخوانیو ناقانونه وسله والو قومندانانو نظرګل او محمود تر منځ په نښته کې محمود قومندان له خپلو دریو ساتونکو سره وژل شوی او لږ تر لږه د بلی غاړې د یوه وسله وال د ټپي کېدو راپور تر لاسه شوی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي چې دغو قومندانانو په خپل منځ کې له پخوا تربګني لرله.

نوموړی وايي"د دغو قومندانانو د وسله والو شمېر نه دی معلوم، دغو دواړو پخوا د "جمعیت ګوند" پوره اړه لرله.

پولیس وايي د امنيتي حالت د کنټرولو لپاره یې سیمې ته امنیتي ځواکونه استولي دي.

بلخوا د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي، په پیښه د ښکېلو کسانو د نیولو هڅي يې پیل کړې دي.

نوموړی وايي دغو کسانو پخوا هم د خپلمنځي شخړو له امله وسله واله نښتې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي دغه ډول نښتو يې ژوند له ستونزو سره مخ کړی، چې له امله يې ډېری وخت د دوی کاروبار په ټپه ولاړ وي.

دوی وايي دغه سيمه ييز قومندانان لسګونه ناقانونه وسله وال لري، چي تر اوسه يې پولیس په نیولو کې پاتی راغلي دي.

نژدې یوه میاشت وړاندې د شولګرې په ګاونډ کشنده ولسوالۍ کې هم د دوو ناقانونه وسله والو قومندانانو تر منځ په نښته کې ۹ تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي وو.

ورته مطالب