د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نیمګړتیاوې ارزول کېږي

د انځور حقوق Getty
Image caption څارنې او ارزونې کمېټه میک وايي، څارنوالي او د معارف او سوداګرۍ وزارتونو هم له دوی غوښتي چې د دوی په اړه هم دا ډول څېړنه وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه بې ساري اقدام کې د میک MEC په نامه د څارنې او ارزونې له کمېټې غوښتي چې د دغه وزارت نیمګړتیاوې وارزوي. د دغې کمیټې د ارزونو له مخې د عامې روغتیا په وزارت کې له پراخ فساد پرده پورته شوې ده.

د میک دغه پنځه میاشتنۍ موندنې چې په دوولسو ولایتونو کې ترسره شوې، ښيي چې د عامې روغتیا وزارت کې پراخ فساد دی.

د دوی تخنیکي سلاکار میتیود رادیک د دغه څېړنې پایلې اعلان کړې.

نوموړی وايي، په افغانستان کې خلک پر روغتیايي سیستم ډېر کم باور لري چې وايي دغه وزارت ښې تګلاې نه لري. د دغه وزارت په قراردادونو کې ستونزې شته، توپیري چلند په کې لیدل کېږي او ډېری ګومارنې د اړیکو او پېژندنې پربنسټ ترسره شوې.

میک د دغو ستونزو د حل لپاره له ګڼو نړیوالو تجربو وړاندیزونه لري:

''وړاندیز کوو چې د وزارت، تمویل کوونکو، لویې څارنوالۍ او د مدني ټولنو د بنسټونو په ګډون یوه عالي شورا جوړه شي چې د یادو شو ستونزو د حل لپاره ترسره شوې چارې و ارزوي. یو بنسټ دې جوړ شي چې د ناروغانو ستونزې او شکایتونه واوري او حل لارې ولټوي. یو بل ځانګړی بنسټ دې هم جوړ شي چې د روغتيايي کاروکوونکو اسناد وڅېړي.''

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه ډول ارزونې یوه نوې تجربه ده چې چارواکي کولی شي د فساد په اړه خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شي.
د انځور حقوق Getty

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، دا کچه فساد ورته په میراث کې پاتې شوی او د دغو د رېښو له منځه وړلو په فکر کې دی: ''له لومړۍ ورځې مو د دغو ستونزو په درک کولو سره بنسټیز ګامونه پورته کړل چې له ۶۴ د ډېرو مفسدینو دوسیې مو عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندلې دي.''

د دغې کمېټې په څېړنو کې په ډاګه شوې چې په روغتونونو کې د چوپړونو کیفیت ډې‎ر ټیټ دی، له هغو ناروغانو سره چې په روغتونونو کې واسطه نه لري توپیري چلند کېږي.

بډې او جعلی اسناد شته. د دوی په وینا تر ټولو بده یې لا دا چې ناروغان شخصي روغتونونو ته استول کېږي چې د پيسو په بدل کې درملنه وشي.

د پراختیايي پروګرامونو د روڼتیا په برخه کې د ولسمشر سلاکار سردار روشن وايي، په فساد کې لوی لاسونه ښکېل دي:

''که چېرې موږ یو بل ته لاسونه سر ورکړو هر چېرې چې فساد دی او اغېز لرونکي کسان په کې دي دغه بیا دومره هم نه دي چې د خلکو پر وړاندې ودریږي.''

د انځور حقوق Getty

د څارنې او ارزونې کمېټه میک وايي، څارنوالي او د معارف او سوداګرۍ وزارتونو هم له دوی غوښتي چې د دوی په اړه هم دا ډول څېړنه وکړي.

دغه ډول ارزونې یوه نوې تجربه ده چې چارواکي کولی شي د فساد په اړه خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شي.

ددغې کمېټې چارواکو دا خوځښت د خاموشۍ ماتول وبلل چې په وینا یې هیله لري چې نور وزارتونه یې هم پر پل ګام واخلي او د فساد پر وړاندې مبارزه عملاً پیل شي.

ورته مطالب