'کندوز کې طالبانو بیا مسافر تښتولي'

د انځور حقوق Getty

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د کندوز- تخار پر لویه لار د ځینو مسافرو د تښتول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. پر یادې لارې د چارشنبې په ورځ ۲۵ مسافر طالبانو په 'باغ میري' سیمه کې تښتولي دي، خو له نښتې وروسته اوه کسان بېرته خوشي شوي.

د ولسي جرګې مشر د جرګې ناستې ته وویل، دغه کسان د کندوز ښار ته نژدې تښتول شوي، خو د شمېر او د تښتولو د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.

ځینې چارواکي د تښتول شویو شمېر ۲۵ کسان په ډاګه کوي، چې وايي طالبانو د چارشنبې په ګهيځ (غبرګولی ۱۹مه) د کندوز په 'باغ میري' سیمه کې دغه کسان تښتولي.

خو د کندوز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي بي بي سي ته ویلي، طالبانو د ۴۰ او ۵۰ ترمنځ مسافر په خان اباد کې له موټره ښکته کړي او له ځانه سره یې بېولي دي.

د ولایتي شورا دغه غړی وايي، په مسافرو کې یو د ملي اردو سرتېری و، چې مازې له موټره په کوزېدو وژل شوی دی.

خو د کندوز د والي ویاند محمود دانش د تښتول شویو کسانو شمېر ۱۷ ښودلی، چې وايي د تښتول کېدو پرمهال امنیتي ځواکونو له طالبانو سره جګړه کړې او اوه مسافر بېرته خوشي شوي، خو لس نور لاهم د طالبانو په برمته کې دي.

نوموړی وايي، د پېښې په تړاو پوځي عملیات پیل شوي، خو تر اوسه یې کومه پاموړ پایله نه ده لرلې.

نژدې یوه اونۍ وړاندې هم د کندوز – بغلان پر لویه لار طالبانو د ۲۰۰ برمته کړو کسانو له ډلې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل.

یاد مسافر د کندوز په علي اباد ولسوالۍ، چې له کابله تخار او بدخشان ته روان وو، ښکته کړل شول او طالبانو له ځانه سره بېولي.

د انځور حقوق Getty
Image caption نژدې یوه اونۍ وړاندې هم د کندوز – بغلان پر لویه لار طالبانو د ۲۰۰ برمته کړو کسانو له ډلې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل.

د کندوز سیمه ییزو چارواکو ټول تښتول شوي مسافر ولسي وګړي بللي و، خو طالبانو وویل چې یاد مسافر افغان پوځيان وو چې په ملکي جامو کې یې سفر کاوه.

کندوز د افغانستان په شمال کې له ناامنو ولایتونو دی چې طالبانو یې په ځینو برخو کې نفوذ لري.

تېر کال دغه ډله وتوانېده چې د درېیو ورځو لپاره د کندوز ستراتیژیک ښار ونیسي.

ورته مطالب