د امریکا بېس بال لوبغالي کې د افغانستان بیرغ

بېس بال د امریکایانو لپاره یوه تر ټولو په زړه پورې لوبه او د دغه هېواد د فرهنګ یوه برخه ده چې لسګونه میلیونه مینه وال لري او سلګونه زره تنه بیا له دغې لوبې په ژوندۍ بڼه خوند اخلي.

د امریکا دېرش لوي ښارونه د بېس بال ټیمونه لري چې د بېس بال د ملي ټولنې یا (MLB) په چوکاټ کې یو له بل سره لوبې کوي او سیالۍ ترسره کوي.

یو له دغو ټیمونو د واشنګټن د ښار ټیم دی چې نشنلز، یې بولي او په خپل لوي لوبغالي کې د نورو لوبډلو کوربه کېږي او یا هم نورو ښارونو ته د لوبو په موخه سفرونه کوي.

تېره اوونۍ د نشنلز او د سنټ لویز د کارډنالز د لوبډلو تر منځ سیالۍ له نورو لوبو یو څه توپېر درلود.

(MLB) له پخوا اعلان کړې و چې د نړیوالو خوړو د فیسټوال په ترڅ کې به ځانګړي ټکټونه وړاندې کوي چې لرونکي به یې د لوبو ترڅنګ د نړیوالو خوړو او کلتورونه خوند هم څکي.

یو له دولسو هېوادونو چې په دغه فیسټوال کې یې برخه اخیستې وه افغانستان و، چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په زیار یې نه یواځې افغاني خواړه وړاندې کول بلکې به لوبغالي کې دننه یې د افغانستان د کلتور د انځورولو لپاره یو مېز یې هم ایښی و.

د افغانستان د سفارت کلتوري استازي مجید قرار بي بي سي پښتو ته وویل چې افغاني خواړه د دولسو هېوادنو د خوړو په منځ کې تر ټولو زیات مینه وال ځان ته راوکاږل چې د افغانو پخوونکو او استازو لخوا د خوړو نومونه او محتویات مینه والو ته څرګندېدل.

دغه راز د لوبو له پیل لږ څه دمخه او د ملي سرود له غږېدو وروسته ۴۲ زره مینه والو او د تلویزیون په پرده د میلیونونو نورو امریکایانو په وړاندې د نورو تر څنګ د افغانستان بیرغ هم پورته شو.

له افغانستان څخه غوښتنه وشوه چې د لوبغالي په منځ کې خپل بیرغ نندارې ته وړاندې کړي چې د نندارچیانو په پراخو چکچکو او شپېلکیو بدرګه شو.

په امریکا کې د افغانستان سفیر ډاکټر حمدالله محب هم د دغو لوبو ځانګړی مېلمه و چې د لوبې د کوربنو لخوا ترې مننه وشوه.