افغان ولسمشر اشرف غني متحدو عربي اماراتو ته په سفر تللی

د انځور حقوق ARG
Image caption د ولسمشر غني د سفر موخه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې جذب او د نورو همکاريو پراختيا ښودل شوې ده

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د متحده عربي اماراتو د لوړ پوړو چارواکو سره د ليدنې لپاره دغه هېواد ته تللی دی.

دغه سفر پنحشنبې (۹ جون) اعلان شوی او موده يې يوه ورځ ښودل شوې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چې د دغه سفر په ترڅ کې به ولسمشر غني د متحدو عربي امارتو له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د سفر موخه د کرنې، اوبو او بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جذب سربېره د اقتصادي همکاريو پراختيا ښودل شوې ده.

د ملي يووالي حکومت مشران هڅه کوي چې د خصوصي سکتور سره يو ځای په دغه هېواد کې اقتصادي ودې ته پراختيا ورکړي.

ښاغلي غني د خپل حکومت په پيل کې ويلي وو، چې د خپل وخت ۳۰ سلنه برخه به خصوصي سکتور ته ځانګړې کړي.

ورته مطالب