"د مولانا اثر دې د افغانستان په نامه ثبت شي"

Image caption مخکې ایراني چارواکو ویلي وو له ترکیې سره یې ګډې هڅې پیل کړي چې مثنويي معنوي د خپلو هیوادونو په نومونو ثبت کړي.

د افغانستان ملي مشارکت ګوند او یو شمیر نورو مدني خوځښتونو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له عملي کلتوري سازمان (یونیسکو) وغوښتل چې د مولانا جلال الدین مثنوي معنوي نومې شهکار اثر د ایران او ترکیې پر ځای د افغانستان په نامه ثبت کړي چې د وسیدو ټاټوبی یې دی.

مخکې ایراني چارواکو ویلي وو له ترکیې سره یې ګډې هڅې پیل کړي چې مثنويي معنوي د خپلو هیوادونو په نومونو ثبت کړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا یونیسکو ته خبرداری ورکړی چې د مولانا بلخي کتاب باید د افغانستان له اثارو وګڼل شي.

د غونډې یو تن ګډونوال ناصر خسرو یوسفزي وویل مولانا د ټولې نړۍ دی خو خامخا باید د افغانستان په نامه ثبت شي.

Image caption د مولانا جلا الدین محمد بلخي د پلار بهاالدین د خانقاه د ودانۍ پاتې شونې.

جلال الدین محمد بلخي چې په مولوي او مولانا شهرت لري په ۶۰۴ هجري قمري کال د افغانستان په بلخ کې زیږیدلی و.

د هغه د پلار بهاالدین د خانقاه د ودانۍ پاتې شونې اوس هم په دغه ښار کې شته چې د حال په ژبه د مولانا د ماشومتوب او د هغه د پلار د عرفاني صحبتونو یاد سپړي.

مولانا له نن څه باندې ۸۰۰ کاله مخکې یانې په ۶۷۲ قمري کال کې قونیه کې وفات شو خو د هنر او عرفان لمر یې لا هم د زمانې پر سر روڼ ولاړ دی.

ورته مطالب