ولسي جرگې کې د ټاکنيزو سمونونو پر فرمان ناندرۍ

ولسي جرگې کې د افغانستان ټاکنیز کمیسیون د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان په تړاو رايه اچوونه د ناندريو له امله وځنډېدله.

نن له څه باندې یوې میاشتې ځنډ وروسته دا فرمان ولسي جرګې ته د بحث لپاره وړاندې شو، خو له لږ ځنډ وروسته دغه بحث جنجالي او د پارلمان غړي په څو ډلو سره و وېشل شول. د غونډې په پيل کې د عدلي او قضايي کمیسیون غړي، محمد حسین شریفي بلخي، وویل، دغه فرمان یې د جرگې ۱۵ کمیسیونونو ته استولی د ټولو کمیسیونونو استازو له یوه ټکي پرته په نورو ټولو برخو موافقه درلوده.

خو د ولسي جرگې يو شمېر غړو د ښاغلي بلخي د ا خبره رد کړه او وې ويل"دوی اصلا نه پر دې فرمان ډیربحث کړی او نه يې هم په اړه کوم توافق ته رسېدلي دي."

غونډې کې وکيلان په څو ډلو ووېشل شول. ځينو ددې فرمان په اړه د رايې کارونې غوښتنه کول، ځينو نورو بیا غږ پورته کړ چې د دغه فرمان په اړه دې رایه وکاروله شي او يو شمېر نور په کې بيا د تعديل غوښتونکي وو.

دغه راز د يو شمېر وکيلانو نظر دا و چې دغه فرمان په اړه پرېکړه د قانون "پرخلاف" ده.

ددې ناندريو وروسته د ولسي جرګې مشر، عبدالرؤف ابراهیمي، پر فرمان بحث بلې ورځې ته وځنډولو.