یو ړوند افغان افسر د پولیسو قومندان ټاکل شوی

د انځور حقوق f

د افغانستان کورنیو چارو وزارت په یوه کمساري ګام کې یو ړوند افسر د هېواد په سوېلي اروزګان ولایت کې د پولیسو مشر ټاکلی. ویل شوي چې دغه افسر د خپلې تجربې له مخې قومندان ټاکل شوی.

د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وآيي، قومندان شاه محمد ۱۴ کاله وړاندې له پولیسو سره یوځای شوی و، چې بالاخره اوولس میاشتې وړاندې یې په یوه چاودنه کې د دواړو سترګو لید له لاسه ورکړ.

نوموړی د دهراود ولسوالۍ د پولیسو مشر ټاکل شوی، چې وړاندې یې د مرکز ترینک کوټ ښار په مهر اباد سیمه کې د امنیتي مسؤول په توګه کار کړی دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د قومندان په توګه د شاه محمد له ټاکل کېدو سره د دهراود امنیتي وضعیت ښه شوی دی. شاه محمد اصلاً د دهراود اوسېدونکی دی.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب بي بي سي ته ویلي: "د کورنیو چارو وزارت شاه محمد په امنیتي برخه کې د هغه د خپلې تجربې له مخې د دهراود د پولیسو قومندان ټاکلی دی".

د والي ویاند زیاتوي، که څه هم شاه محمد مسلکي افسر نه دی، خو په امنیتي او پوځي برخو کې پوره تجربه لري.

نایاب زیاتوي، د سیمې خلکو هم شاه محمد د خپل امنیه قومندان په توګه غوښت.

دا ظاهراً لومړی ځل دی چې یو ړوند افسر د افغانستان په یوه ناامنه سیمه کې امنیه قومندان په توګه ټاکل کېږي.

ورته مطالب