'پاکستان تورخم کې د هوکړې خلاف تاسیسات جوړول پیل کړي'

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، له مودې راهیسې تورخم کې د تاسیساتو جوړولو لپاره د نړیوالو موازینو پربنسټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحثونه روان وو چې یو لړ هوکړې هم شوې، خو پاکستان د توافق خلاف تاسیساتو جوړولو ته مخه کړې.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (غبرګولی ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان پرون ماښام د توافقاتو خلاف په تورخم کې د تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړی او ځواکونو یې پر افغان امنیتي ځواکونو برید کړی.

په خبرپاڼه کې پر پاکستان غږ شوی، چې ستونزه له ډیپلوماتیکو مراجعو حل او فصل کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم پوله کې د افغان او پاکستاني ځواکونو په جګړه کې 'یو افغان سرحدي سرتېری او شپږ پاکستاني پوله ساتونکي' وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، نښته په سرحدي سیمه کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له خوا د دروازې د جوړولو پر سر پیل شوې، چې افغان سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

+ تورخم له نښتې وروسته (انځورونه)

ښاغلي صدیقي وویل د هغو ''قوانینو او هوکړې'' پربنسټ، چې د دواړو هېوادونو د ''ډیورنډ'' په نامه د سرحدي کرښې په تړاو موجود دي، افغان سرحدي ځواکونه ''د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو د مخینوي حق لري''.

نوموړی وايي، د افغان ځواکونو له خوا هغه بنسټونه ویجاړ شوي چې د پاکستاني ځوکونو له خوا جوړ شوي وو.

صدیقي وايي، په نښته کې ۱۲ پاکستاني پوځيان او شپږ افغان سوله ساتي ځواکونه ټپيان شوي هم دي.

دی وايي، اوس د تورخم امنیتي وضعیت ارام دی او نښته هم پای ته رسېدلې ده.

خو نوموړي وویل ''هېڅ هېواد د ډیورنډ کرښې په صفري نقطې د تاسیساتو جوړولو حق نه لري، زموږ سرحدي ځواکونه دنده لري چې د افغانستان له خاورې دفاع وکړي''.

بل خوا، د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو څانګې د دوشنبې په ورځ (جون ۱۳مه) په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو تورخم دروازه کې ''بې دلیله'' پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې چې یو سرتېری پکې ټپي شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني ځواکونو یې په ''اغېزناک ډول'' پر افغان ځواکونو په غبرګون کې ډزې وکړې.

افغانستان له پاکستان سره نژدې ۲۴۰۰ کیلومتره داسې اوږده ګډه پوله لري، چې لاهم په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

په ختیځ کې د بي بي سي خبریال وايي، اوس جګړه درېدلې ده، خو دواړو خواوو ته لاهم سرتېري او ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي.

نعمت الله کریاب وايي، له پاکستاني لوري نه د یوه پاکستانی سرتېري د ټپي کېدو پخلی شوی، خو ځايي سرچینې وايي، شاید د دواړو غاړو مرګ ژوبله تر هغه لوړه وي، چې د چارواکو له خوا تایید شوې ده.

د انځور حقوق
Image caption د روانې جون میاشتې پر لومړۍ پاکستان پر تورخم پوله د هغو افغانانو اوښتل راوښتل بند کړي، چې قانوني اسناد نه لري

د تورخم پرلاره تګ – راتګ په بشپړه توګه بند دی، هغو خلکو او لاریو ته، د پورې وتو اجازه نه ورکول کېږي چې د اوښتو راوښتو قانوني اسناد لري.

تېره شپه د افغانستان د امنیت شورا ویلي وو، د ننګرهار لوا او قول اردو ته د پوځ قومندان لارښوونه کړې ده، چې د هر احتمالي ګواښ پر وړاندې ودرېږي.

بل خوا، د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل، پاکستاني ځواکونه تل په سرحدي سیمو کې سرغړونې کوي، چې اوسنۍ جګړه هم د همدغې سرغړونې او تېري یوه برخه ده.

نوموړی وايي، پاکستاني ځوکونو پر افغان خاورې ښکاره تېری کړی، چې د وسله وال تېري ځواب له خپلې خاورې دفاع کول دي.

په همدې تړاو د افغانستان ملي امنيت ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغې ادارې سلاکار محمد حنيف اتمر په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو تحرکات څارلي او "ټولو امنيتي ځواکونو ته يې امر کړی چې د خپلې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره د دښمن او د ملاتړ و پر وړاندې يې پوره چمتو وي".

ورته مطالب