"ترکيه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي"

د انځور حقوق Afghan foreign ministry

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو کابل ته په سفر تللی او له خپل افغان سیال سره یې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل ترکی سیال یې تر ۲۰۱۷ کال وروسته له افغانستان سره پر مرستو بحث ورسره کړی دی.

ښاغلي چاووش اوغلو وويل ترکيه به له افغانستان سره په اقتصادي برخه او د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزنه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

ښاغلی صلاح الدين وايي، د اسيا زړه بهير په تړاو د دواړو هېوادونو د همکارۍ په هکله خبرې وشوې، په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې پر تګلارې، د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کې د ترکيې رول او ژمنو.

ټاکل شوې چې په وراسا او بروکسل ښارونو کې له ۲۰۱۶ کال وروسته افغانستان سره د نورو مرستو په تړاو غونډې جوړې شې.

د ښاغلي صلاح الدين په وينا، په دغه ناسته کې يې له ښاغلي چاووش اوغلو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، لاجوردو ټرانزيټي لار او په ښوونيزو چارو کې د ترکيې د رول په اړه هم خبرې وکړې، نوموړی وايي ترکيې ورسره په دغو برخو کې د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلی رباني وايي د اسیا زړه بهیر چې په ورستیو کې د سیمې په یوه باوري سیاسي بهیر بدل شوی بنسټ یې ترکیې ایښی دی.

ترکیې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغانستان سره شاوخوا ۲۷۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. چې تر ډېره د بنسټيزو چارو، امنیت، روغتیا او پوهنې په برخو کې لګول شوې ده.

په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګري ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېده چې په وروستیو کلونو کې کموالی په کې راغلی دی.

څو ورځې وړاندې په هلمند کې د کجکي بند د پراختیا تړون هم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو.

ورته مطالب