کرزی: 'افغانستان ډيورنډ کرښه نه منلې نه يې مني'

Image caption د حامد کرزي په خبره افغان ولس له پاکستانه خوشال دی، خو د هغوی حکومت چې څه کوي په هغه ډېر خپه دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان دا خبره رد کړې چې ګواکې ددوی هېواد د بل چا لاس کې لوبېږي او د پاکستان پرضد يې کاروي. دا خبري نوموړي له بي بي سي اردو سره په يوه مرکه کړې.

نوموړي وويل، ''پاکستان باید په دې خبره پوه شي چې له افغانستان سره داسې چلند وکړي چې پر ډيورنډ کرښه د نښتو لامل نشي''. حامد کرزي زیاته کړه، افغانستان نه ډيورنډکرښه منلې، نه يې مني خو پر همدې جګړه هم کول نه غواړي.

حامد کرزي وویل، افغانستان یو خپلواک هېواد او د هېچا په اشارو نه چلېږي. ''په اصل کې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې پر ډيورنډ کرښه ځينې داسې کارونه کړي چې په هغه افغانان خواشيني دي''.

په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه تورخم دروازه په نښتو کې دواړو غاړو ته امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دواړو ترمنځ حالات ترینګلي دي.

د حامد کرزي په خبره پاکستان غواړي چې د افغانستان او هند ترمنځ دي کومې اړیکې نه وي، سوداګري یا تجارت دي نه وي، او هند ته د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لاس رسی نه وي، چې دا خبرې افغانستان او افغانانو ته بېخي د منلو وړ نه دي.

هغه وویل ''په سیمه کې چې اوس د هند، افغانستان او ایران ترمنځ کوم اتحاد جوړېږي، موږ پکې پاکستان ته هم هرکلی وایو، لکن د پاکستان شرط دا دی چې د افغانستان دي له هند سره اړیکې نه وي''.

د کابل او ډيلي ترمنځ د نژدې اړیکو د پوښتنې په ځواب کې حامد کرزي وویل، پاکستان هسې د دوی او هند په ملګرۍ په عذاب دی. که چېرې د پاکستان او هند ترمنځ خبرې اترې کېدلی شي او د دواړو هېوادونو د لومړي وزیرانو ترمنځ ملاقاتو کېدلی شي نو بیا ولې افغانستان له هند سره اړیکې نشي جوړولی؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه تورخم دروازه په نښتو کې دواړو غاړو ته امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دواړو ترمنځ حالات ترینګلي دي.

د حامد کرزي په خبره افغان ولس له پاکستانه خوشال دی، خو د هغوی حکومت چې څه کوي په هغه ډېر خپه دي.

ډیورنډ کرښه یا نه هېرېدونکی ټپ

هغه ډيورنډ کرښه د افغانستان د دوه ټوټې لامل وباله او دا کرښه يې د انګرېز استعمار ددوی پر ضد يوه ناروا تګلاره یاده کړه چې په خبره يې افغانستان تر ننه ډيورنډ کرښه تسلیم کړې نه ده.

هغه ویل دا چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان دلته جوړ شو نو همدا هرڅه ورته له بریتانيا په میراث کې پاتې شول. د کرزي په خبره ډيورنډکرښه يو داسې زخم دی چې هېڅ یو افغان به يې هېر نه کړي:

''پاکستان باید په دې خبره پوه شي چې له افغانستان سره داسې چلند وکړي چې پر همدې کرښې د نښتو لامل نشي''. حامد کرزي زیاته کړه، افغانستان نه ډيورنډکرښه منلې، نه يې مني خو پر همدې جګړه هم کول نه غواړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې که افغانستان دا کرښه د يوې پولې په حیث په رسمي توګه نه مني نو ولې يې نړیوال عدالت ته قضیه نه وړي؟ کرزي يې په ځواب کې يوازې دومره وویل، دا یوه نړیواله شخړه نه، بلکې د استعمار میراث دی چې دواړه دولتونه يې په ګډه هوارولی شي.

هغه وویل، ترهګرۍ او سخت دریځۍ د پاکستان ولس ته هم ډېر ټپونه ورکړي، خو پوښتنه دا ده چې دا ترهګر چا جوړ کړل؟ چا دا موقع ورکړه؟ او چا تربیه کړل؟ موږ دا وایو چې دا هرڅه د پاکستان پر خاوره وشول او که پاکستان دا هر څه بند کړي نو په پاکستان کې به هم ثبات راشي.

حامد کرزي وویل چې که پاکستان د ترهګرو ملاتړ پرېږدي او له زړه يې د ختمېدو لپاره هڅه وکړي نو په دواړو هېوادونو کې ثبات راتللی شي او پاکستان دې دا ومني چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی هغه ته دې د عزت په سترګه وګوري او دا دې نه ورته وايي چې له هند سره دوستي مه کوئ.

ورته مطالب