'پر تورخم به دروازه جوړيږي، که برید وشي ځواب ورکوو'

د انځور حقوق AFP

د تورخم لارې کې د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته په دې اړه د خبرو پر مهال بهرنیو چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي، که هر هېواد پر موږ برید وکړي، پاکستان به یې ځواب ورکړي.

له بي بي سي اردو سره خبرو کې نوموړي ویلي، تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې روانې وي، ځکه په وینا یې دې سره پاکستان نه خو له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کوي او نه هم له کوم نړیوال قانون نه سر غړونه کوي.

د نوموړي په وینا تر هغې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ' د پولې پر سر د ادارې ' کوم سسټم نه وي رامنځته شوی، تر هغه مهاله به د ترهګرۍ، سخت دریځۍ او قاچاقو په څېر ستونزې هوارې نه شي. د وويل ''د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ باید د اسنادو له لارې تر سره شي.''

د نوموړي په وینا 'هره ورځ له ٤٠ تر ٥٠ زرو پورې کسان له دغې لارې بې له کومې پوښتنې، ګرویږنې او خنډه تګ راتګ کوي، چې په وینا یې پکې هر ډول کسان شامل دي.

د انځور حقوق AFP

نوموړی وايي ''موږ افغانستان ته مې میاشت کې ویلي و، چې د جون له لومړۍ نېټې وروسته به موږ هېچا ته له اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوو.''

سرتاج عزیز وايي، 'افغانستان غواړي موږ د دروازې رغونه پریږدو، خو موږ دروازه په خپل حد کې رغوو او د دې لپاره له چا نه د اجازې اخیستو اړتیا نه وینو.'

د سرتاج عزیز په وینا پاکستان دغه دروازه له صفري نکتې نه ٣٠ یا ٣٥ متره خپل لوري ته رغوي او هېواد به یې دغه چاره روانه وساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ به یې د تګ راتګ لپاره پرانیزي.'

له نوموړي پوښتنه وشوه، که پاکستان افغانستان ته د دروازې د رغونې په اړه ویلي وو، بیا ولې نښته او تاوتریخوالی رامنځته شو، سرتاج عزیز وايي:

''موږ ۲۰۱۴ کال کې افغانستان ته ویلي و، چې غواړو پر پوله نوې اسانتیاوې رامنځته کړو، خو په وینا یې افغانستان د دغه وړاندیز په اړه کوم رسمي ځواب رانه کړ، موږ د دوی اندېښنو ته هم په پلان کې ځای ورکړی و.''

له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره له شپږ ورځني ځنډ وروسته پرانیستل شوه، چې دواړو غاړو ته یې مالي زیانونه واړول او ګڼ خلک، ګاډي او مالونه دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو.

د ننګرهار چارواکو په وینا، یوازې قانوني اسنادو لرونکو کسانو ته پر لاره د اوښتو راوښتو اجازه ورکول کېږي.

د انځور حقوق AFP

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، پوله پرانیستل شوې او یوازې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې قانوني اسناد (پاسپورت او وېزې) ولري او دواړو غاړو ته به ولاړ ګاډي هم حرکت کوي.

ختیځ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، د ښاروالۍ مامورین او کارکوونکي د تورخم دروازې خوا ته ورغلي چې په تېرو شپږو ورځو کې د جګړې په ترڅ کې چې هلته کومه ویجاړي رامنځ ته شوې وه هغه پاکه کړي.

په لومړي ځل د خيبر د ځايي ادارې (پولټيکل ادارې) يو مشر چارواکي يا تحصيل دار غنچه گل بي بي سي سره خبرو کې ويلي و د لارې د پرانېستلو په اړه موافقه شوې او په دې لړ کې د شنبې په شپه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې ترسره شوې وې ، چې د پرېکړې ترمخه د شنبې له سهاره به دا لاره د تگ راتگ لپاره پرانستل کېږي.

دا لاره پنځه ورځې وړاندې هغه مهال وتړل شوه چې په تورخم کې د پاکستان لخوا د يوې نوې دروازې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله د دواړو لورو سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې. دې نښتو کې دواړو خواوو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تورخم د لارې تړل کېدو له امله خلکو او سوداگرۍ ته لوى تاوان اوړېدلى دى.

ښاغلي گل وويل چې "د دواړو گاونډيو هېوادو د چارواکو ترمنځ خبرې په ډېرې ښې فضا کې ترسره شوې."

د يوې پوښتنې په ځواب کې دې پاکستاني چارواکي وويل "د پاکستان په خاوره د دروازې جوړول به دوام کوي."

د لارې د بندېدو له امله نه يواځې لوى شمېر کې خلک هم اغېزمن شوي دي، بلکې سوداگرۍ ته يې هم لوى تاوان اړولى دى.

دغه راز د پاکستان هغه شخصي روغتونونو هم ډېر اغېزمن شوي دي چې هر ورځ لوى شمېر افغانان هلته د تداوۍ لپاره ورځي.

د انځور حقوق AFP