طالبان: د غزني لپاره زموږ والي ''نه دی وژل شوی''

د کورنیو چارو وزارت وايي، ملا قاسم د غزني په ځینو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود. د انځور حقوق
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي، ملا قاسم د غزني په ځینو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د غزني ولایت اب بند ولسوالۍ کې د هوايي عملیاتو پرمهال د غزني ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی ولاي ملا قاسم له خپلو درو ملګرو سره وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي.

د شنبې په ورځ (غبرګولی ۲۹/ جون ۱) رسنیو ته د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه هوايي بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شوي، چې په وینا یې د طالبانو ځینې موټرسایکل او جنګي تجهیزات هم له منځه تللي دي.

سرچینه وايي، ملا قاسم د غزني ولایت په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې د حکومت دا ادعا رد کړې چې ګني د غزني لپاره د طالبانو والي مولوي محمد قاسم صمیم هوايي برید کې وژل شوی.

مجاهد دا هم رد کړې، چې ګني د لوګر والي مولوي نجیب الله څو ورځې وړاندې وژل شوی دی.

څو ورځې وړاندې، د کورنیو چارو وزارت د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د نوموړل شوي والي نجیب الله د وژلو خبر خپور کړ.

د لوګر والي حليم فدايي د جون پر ۱۳ مه پر خپل ټوېټر پاڼه هم د دغې پېښې پخلی کړی و.

په وروستیو کې د حکومت له خوا د طالبانو د ځینو والیانو او جنګیالیو د وژلو خبرونه ډېر شوي دي.

ورته مطالب